Home » 2021 » مې (page 9)

Monthly Archives: مې 2021

ایران د اتومي فعالیتونو د څارنې لپاره نوی شرط وټاکه

رویداد خبري آژانس

ایران وایي که د نړۍ د ځواکمنو هېوادنو سره د اتمي ټړون په هکله خبرې سمې روانې وې، د ملګرو ملتونو څارونکو ته به اجازه ورکړي چې د دې هېواد خیني مهم تاسیات وڅاري. ایران د فبروري په میاشت کې د “موقتي حل” په توګه د ملګرو ملتونو څارونکو ته ...

Read More »

نن ټول افغانستان کې د وروستیو پېښو په خاطر ملي ماتم اعلان شوی

رویداد خبري آژانس

نن سې شنبه (د غویي ۲۱مه نېټه) په ټول افغانستان کې وروستیو خونړیو پېښو په خاطر ملي ماتم اعلان شوی دی. افغان حکومت ملي ماتم وروسته له هغې اعلان کړ چې د کابل په دشت برچي کې په یوه خونړي برید کې په لسګونو د ښوونځي زده کوونکې او له ...

Read More »

ایران: افغانستان کې دې روانه جګړه ژر تر ژره ختمه شي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ابراهیم طاهریان کابل ته راغلی او دلته یې د ملي مصالحې عالي شورا له رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر سره کتلي دي. طاهریان ویلي دوی ددې غوښتونکي دي چې په افغانستان کې روانه جګړه ...

Read More »

نیمار ۵ کلونو لپاره د پاریسن جرمېن لوبډلې سره تړون وکړ

رویداد خبري آژانس

د برازیل هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د فرانسوي کلب پاریسن جرمېن تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړي نیمار د پاریسن جرمېن لوبډلې سره پرون شنبه تر ۲۰۲۵م کال پوري تړون وکړ او اوس به له یادې لوبډلې سره پنځه کلونه نور هم ولوبیږي. د راپورونو له مخې ۲۹ کلن ...

Read More »

حنیف اتمر: نړیواله ټولنه دې؛ د تروریزم له منځه وړلو کې د افغانستان قوي ملاتړ وکړي

رویداد خبري آژانس

د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د کابل په دشت برچي سیمه کې پر ماشومانو او ځوانانو د تېرې ورځې برید غندلی او یاد عمل یې بشري ضد او نه بښوونکې کړنه یاده کړې ده. له یاد وزارت څخه خپرې شوې خبرپاڼه کې د اتمر له قوله راغلي، د بې ...

Read More »

هند کې کرونا؛ یوه ورځ کې ۴۰۰۰ کسان مړه شوي

رویداد خبري آژانس

په هند کې پرون شنبې په ورځ (د غویي ۱۸مه نېټه) ۴۱۸۷ کسان د کرونا ویروس د ناروغۍ له امله مړه شوي. دغه ناروغۍ تر دې وړاندې دومره ډېر کسان په یوه ورځ کې په هند کې نه وه مړه کړي. د هند یوې روغتیایي ادارې اټکل کړی چې ښایي ...

Read More »

پاکستان د کووېد-۱۹ ضد ۱،۲میلیونه ډوزه واکسین ترلاسه کړ

رویداد خبري آژانس

پاکستان پرون شنبې په ورځ (د غویي ۱۸مه نېټه) د کوواکس پرواګرام له لارې د کووېډـ۱۹ ضد (۱،۲) میلیونه ډوزه واکسین ترلاسه کړ. د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یونیسف) پرون شنبه په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل، دا د اکسفورډ د اسټرا-زینیکا واکسین لومړۍ بسته ده ...

Read More »

ولسمشر امنیتي ځواکونو ته: د طالبانو پر وړاندې جدي اقدام وکړئ

ولسمشر محمد اشرف غني افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارښتنه کړې، د طالبانو په وړاندې جدي اقدام وکړي. د کابل په دیارلسمه امنیتي حوزه کې د سیدالشهدا په نوم د نجونو ښوونځي ته څېرمه تر پرونیو چاودنو وروسته ولسمشر غني په یوه خبرپاڼه دا د وسله والو طالبانو کار ...

Read More »

د هلمند جګړه؛ شاوخوا۱۰۰۰ بې‌ځایه شوې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

رویداد خبري آژانس

په هلمند کې شاوخوا ۱۰۰۰ هغه کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، چې په وروستیو کې د جګړو له کبله بې‌ځایه شوي دي.   د هلمند چارواکي وايي، شاوخوا ۱۰۰۰ کورنۍ په همدې شپو ورځو کې له خپلو مېنو بېځایه شوې او د جګړې له وېرې د دغه ولایت نسبتاً ...

Read More »

دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۰ طالبان وژل شوي

رویداد خبري آژانس

د ملي دفاع وزارت وایي، د افغانستان په نهه ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښتو کې ۲۵۰ طالبان وژل شوي او ۱۰۶ نور ټپیان شوي دي. دفاع وزارت نن شنبه (د غویي۱۸ مه نېټه) په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په دې نښتو ...

Read More »