اروپایي ټولنه وایي تمه لري چې وسله وال طالبان د ترکیې په غونډه کې ګډون وکړي. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي انډرېس وون پخپله یوه تازه مرکه کې ویلي افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده نو له همدې امله طالبانو ته په کار ...
Read More »Monthly Archives: اپریل 2021
په نړۍ کې؛ د کووېډ۱۹ له کبله د مړو شوو شمېر تر ۳ میلیونه واوښت
د جان هاپکینز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس نوې څپې د چټکې پراختیا په حال کې دي چې له امله یې مړینه هم ډېره شوې ده. دغه پوهنتون ویلي چې د کرونا ویروس له کبله د مړو شوو شمېر تر درې میلیونه اوښتی ...
Read More »جلال اباد کې؛ وسله والو په یوه برید کې د يوې کورنۍ ٨ غړي وژلي
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د شخصي شخړې له کبله د یوې کورنۍ ۸ غړي وژل شوي دي. د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل وايي، د جلال آباد ښار ٩ مې ناحیې اړوند د نغلو سراچه علي خان په سیمه کې تېره شپه ۹ بجې د تراویح ...
Read More »کرکټ: نن سنرایزرز حیدراباد له ممبۍ انډینز سره لوبه کوي
د هندوستان د غوره لیګ کرکټ سیالیو په لړ کې نن شنبه (د وري ۲۸مه نېټه) سنرایزرز حیدا اباد له ممبۍ انډینز سره سیالۍ کوي. په سنرایزرز حیدراباد کې د افغانستان د ملي لوبډلې درې لوبغاړې، راشد خان، مجیب الرحمان او محمد نبي لوبیږي. تر اوسه د هند د غوره ...
Read More »هند کې په یوه ورځ تر ۲ لکو زیاتې د کرونا پېښې ثبت شوې دي
د هندوستان د روغتیا وزارت وايي، هېواد یې د کرونا وبا له چټکې خپرېدونکې څپې سره مخ دی، چې په یوه ورځ کې د دغه ویروس ۲ لکه ۳۴ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د دوی په خبره، چې په هندوستان کې د تېرې جمعې د خطرناک شمېر په ...
Read More »ولسمشر: له امریکا سره شوي ستراتیژیک او امنیتي تړونونه به پر خپل ځای پاتې وي
ولسمشرغني وایي چې له امریکا سره شوې ستراتیژیک او امنیتي تړونونه به خپل ځای پاتې وي. د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا پرون جمعې په ورځ (د وري ۲۷مه نېټه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیرې ارانجا ګوزالیزلایا سره په خبرو کې ...
Read More »هېواد کې تېر کال نږدې ۳۰۰ مټریکه ټنه ځمکني توت تولید شوي
د افغانستان دکرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې په تېر کال ۲۹۹ مټریکه ټنه ځمکني توت تولید شوي دي. د دغه وزارت له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې اوس مهال څه باندې ۳۲۰ جریبه ځمکه کې دغه توت کرل شوي دي. د کرنې وزارت وايي ...
Read More »پاکستان کې د کرونا تازه پېښو کې څه باندې ۱۰۰ کسان مړه شوي
په پاکستان کې چارواکي وایي چې د کرونا ویروس له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۱۰ کسان مړه شوي دي. په پاکستان کې په دې وروستیو کې د کرونا ویروس پېښې او له دې کبله تلفات مخ په زیاتېدو دي. د کرونا ویروس د کنترول اداره ...
Read More »د امریکا اندیانا ایالت کې یوه وسله وال ۸ کسان په ډزو وژلي
د امریکایي چارواکي وایي چې د اندیانا ایالت کې یوه وسله وال کس ۸ کسان په ډزو وژلي او څو نور یې ټپیان کړي دي. پولیسو پرون جمعې په ورځ (د وري ۲۷مه) سهار وختي وویل، دا پېښه تېره شپه ناوخته د اندیانا پولیس نړیوال هوايي ډګر ته نژدې د ...
Read More »دفاع وزارت: ۲۰ امنیتي ځواکونه د طالب له زندانه څخه آزاد شول
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، چې افغان ځواکونو د نیمروز ولایت په “خاشرود” ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان عملیات ترسره کړي. د دغه وزارت له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ۱۷ د ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس