د اسیا پراختیایي بانک له افغانستان سره کرونا ویروس د واکسین په خاطر د پنځوس میلیونه ډالرو مرسته تصویب کړه. د دې بانک د اعلامیې له مخې په دې پیسو به ۶ میلیونه ډوزه واکسین وپیرل شي او افغانستان ته به واستول شي. د اسیا پراختیایي بانک رییس ماساڅوګو اساکاوا ...
Read More »Monthly Archives: اپریل 2021
ترکیه: د سولې په اړه د استانبول غونډه تر اختر وروسته ترسره کېږي
د ترکیې په استانبول ښار کې جوړېدونکې غونډه د دویم ځل لپاره ځنډول شوې ده. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د افغان سولې په تړاو د ترکیې غونډه د ځینو ستونزو له امله ځنډول شوی دی. د اوغلو په ...
Read More »د بشري حقونوکمېسیون یو ځل بیا پر ښکېلو لورو د اوربند غږ کړی
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا پر ښکېلو لورو د اوربند غږ کړی دی. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د روژې په مبارکه میاشت کې د جګړو له امله عام وګړي بېځایه شوي او زیانمن شوي ...
Read More »له پاکستانه د فرانسې د سفیر د اېستلو موضوع ولسې جرګې ته وړاندې شوه
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وایي، د فرانسې پرضد د اسلامپالو د خونړیو لاریونکونکو وروسته به حکومت له دې هېواده فرانسې د سفیر د ایستلو موضوع ولسي جرګې ته وړاندې کړې چې په دې اړه رایې واخلي. شیخ رشید احمد په یوې ثبت شوې ویډیو کې چې نن سې ...
Read More »کرنې وزارت: تېرکال په هېواد کې د مرچو ۲۵۰۰ ټنه حاصلات را ټول شوي
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د هېواد په کچه په ۱۳۹۹ لمریز کال ۲زره او ۵۲۹ مټریک ټنه مرچ تولید شوي دي، چې له دې ډلې ۱۸۴ مټریک ټنه یې د دُلمې مرچ دي. دغه وزارت نن سې شنبه (د وري ۳۱مه نېټه) په یوه خپره شوې اعلامیه ...
Read More »افغان ولسمشر: طالبانو د هېواد زېربناو ته یو میلیارډ ډالر زیان رسولی
ولسمشر محمد اشرف غني وایي وسله والو طالبانو حرکاتو د افغانستان زېربنانو ته یو میلیارډ ډالر زیان رسولی دی. ولسمشر غني نن سې شنبه (د وري ۳۱مه نېټه) په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د حکومتولۍ او بشري سرچینو اونۍ په غونډه کې پر طالبانو غږ وکړ چې که د جوړولو قوت ...
Read More »قریشي: طالبان دې د افغان سولې په پروسه کې ښکېل پاتې شي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي طالبانو ته په کار ده چې د افغان سولې په پروسه کې ښکېل پاتې شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، سره له دې چې د بهرنیو سرتیرو په وتلو کې ځنډ د لوجستیکي مسایلو ...
Read More »افغان ځواکونو په هلمند کې د طالبانو له یو زندانه ۲۸ ملکیان راخوشي کړي
افغان ځواکونو په هلمند کې د طالبانو یو زندان مات کړی دی. د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي چې د افغان کمانډو ځواکونو یې تېره شپه د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي دي. دغه وزارت نن سې شنبه (د وري ۳۱مه نېټه ) په یوه ...
Read More »امریکا: د افغانستان د راتلونکي په اړه موږ ضمانت نه شو ورکولی
د امریکا د ملي امنیت سلاکار ‘جک سولیوان’ ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د خوندیتوب ضمانت نشي کېدای. جک سولیوان زیاته کړې، زموږ د ځواکونو له وتلو وروسته د وضعیت ارزونه نشي کېدای، چې جګړه به ادامه لري یا نه. جک سولیوان، چې د ...
Read More »نړۍ کې د کرونا ویروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر له ۳ ملیونو واوښت
د نړۍ په کچه د هغو کسانو شمېر له ۳ میلیونو واوښت چې د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په برازیل، هند او فرانسه کې د کرونا څپه ګړندۍ ده او مسؤلینیې د کابو کولو هڅه کوي. د امریکا ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس