د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر وايي امریکا د افغانستان د قضیې د ښکېلو لوریو سره په مشوره او روان وضعیت ته په پام هغه نظریات له افغان دولت سره شریک کړي چې، پر اساس یې باید یو سیاسي مشارکت رامنځته شي. عبدالله له رسنیو سره په خبرو ...
Read More »Monthly Archives: مارچ 2021
تانزانیا کې په لومړي ځل یوه ښځه د ولسمشرې په توګه لوړه وکړه
په تانزانیا کې سامیه سولوهو حسن د لومړنۍ ښځینه ولسمشرې په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه. پرون جمعه (د کب ۲۹مه) د دغه هېواد په میلیونونو وګړو د ټلوېزیونونو پر پردو دغه تاریخي شېبه وکتله. سامیه حسن تر دې مخکې د ولسمشر د مرستیالې په توګه دنده ترسره کوله. هغه ...
Read More »فنلنډ د څلورم ځل لپاره د نړۍ تر ټولو خوشحاله هېواد وپېژندل شو
فنلنډ د څلورم ځل لپاره د نړۍ تر ټولو خوشحاله هېواد وپېژندل شو. دا موضوع د ملګرو ملتونو د سازمان په راپور کې راغلې چې د کرونا ویروس تر خپرېدو یو کال وروسته خپره شوې ده. د خوشحالۍ نړیوال راپور د ګالوپ نړیوال سازمان د درې کلنې په نتیجه کې ...
Read More »پاکستان د افغان سولې په اړه په روسیې کې وروستۍ ناسته مهمه وبلله
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سولې په اړه په روسیې کې وروستۍ ناسته مهمه او ګټوره وبلله. د دغه وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري، پرون جمعه (د کب ۲۹مه) په اسلام اباد کې یوه کنفرانس ته وویل: “زموږ په باور له سولې پرته زموږ، د افغانستان ...
Read More »خلیلزاد:د مسکوغونډه د سولې پروسې د چټکتیا لپاره مؤثره او ګټوره وه
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي د ترویکا غونډې غړو اعلامیه د افغان سولې ټینګښت او د دې پروسې د چټکتیا لپاره مؤثره او ګټوره وه. زلمي خلیلزاد پرون جمعې په ورځ (د کب ۲۹مه نېټه) پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي، د مسکو دوه ورځنۍ غونډه ...
Read More »امنیتي چارواکي: فاریاب کې ۱۸ داعشیان نیول شوي
د افغانستان ملي امنیت په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې وايي چې په فاریاب ولایت کې د داعش ۱۸ کسیزه ډله یې نیولې ده. خبرپاڼه زیاتوي نیول شوي کسان په فاریاب ولایت کې داعش ډلې ته جلب و جذب کاوه. ملي امنیت وايي په یادو کسانو کې د داعش ...
Read More »اسپانیا د مرګ پر بستر پرتو ناروغانو ته د ځان وژلو اجازه ورکړه
د اسپانیا هېواد پارلمان پریکړه وکړه چې د مرګ پر ستر پراته ناروغان کولای شي ځان وژنه وکړي. د یاد هېواد پارلمان وايي هغه ناروغان چې له سختو دردونو کړیږي اجازه لري چې له ډاکټره وغواړي چې داسې درمل ورکړي چې ویې وژني. راپورونه وايي اسپانیا هېواد په نړۍ کې ...
Read More »مسکو کې د یو شمېر هېوادونو استازي: افغانستان کې ښکیلې خواوې دې لومړی اوربند وکړي
د امریکا، روسیه، چین او پاکستان استازي په مسکو کې د افغانستان له ښکیلو خواو غواړي چې سمدستي اوربند دې وکړي. د افغان سولې لپاره د روسیې په مسکو کې د خبرو په پای کې یاد هېوادونه په ګډه سره د جګړې دواړو لوریو ته د سولې تړون بلنه ورکړې ...
Read More »اذربایجان کې شاوخوا ۶۰۰ بندیان وبخښل شول
د بهرني رسنیو د راپورونو له مخې د اذربایجان ولسمشر الهام علی اف ډېر شمېر زندانیان وبخښل اوخوشې کړل چې پکې سیاسي بندیان هم ول. د رسنیو په حواله د خوشې شویو بندیانو شمېر ۶۲۵ تنو ته رسیږي چې په خوشې شویو کې د حکومت مخالف سیاسي ګوند غړي هم ...
Read More »بلخ کې لسګونو ترکمني مېرمنو لاریون کړی
دا مېرمنې د مزارشریف د بشري حقونو د ساحوي کمېسیون مخې ته راټولې شوې وې او د نههکلن ماشوم د تښتونې پر ضد یې لاریون وکړ. لسګونه ترکمني مېرمنو پرون چهارشنبه (د کب ۲۷مه) په بلخ کې لاریون وکړ او د نههکلن ماشوم د ژغورلو غوښتنه یې کوله. دغو ترکمني ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس