د لغمان ولایت د پوهنې ریاست وایي، د دې ولایت مرکز پورې اړوند د چهاردهي د هلکانو منځني ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه. د دغه ولایت د پوهنې ريیس عبدالله حمیدي په وینا یاده ودانۍ د ۵ جریبه ځمکې په ساحه کې په پاخه او اساسي ډول د ۴۱۱۴۵۷۷۷ افغانیو په ...
Read More »Monthly Archives: مارچ 2021
مالیې وزارت: روانه میاشت کې ۵ میلیارده ۵۴۴ میلیونه افغانۍ عواید ټول شوي
د افغانستان د مالیې وزارت وایي،د روان مالي کال د کب میاشتې په لومړیو دوو اوونیو کې یې ۵ میلیارده ۵۴۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د دغه وزارت لخوا رسنیو ته په استولي شوي پیغام کې راغلي چې له دې شمېر ۶۱۴ میلیونه افغانۍ له مستوفیتونو، یو میلیارده ...
Read More »سږکال میدان وردګو کې څه باندې۳۱ ټنه شات تولید شوي
سږکال په میدان وردګو کې څه باندې۳۱ ټنه ګبین ( شات) تولید شوي دي. د دغه ولایت د کرنې رییس ولید احمد تسل وایي، چې د مچیو روزلو له ۱۶۱ کوچنیو او لویو فارمونو څخه چې ۵ زره او۵۵۱ کورنۍ په کې روزل کېږي، سږکال څه باندې ۳۱ ټنه شات ...
Read More »دفاع وزارت: په کندهار کې ۳۱ طالبان ووژل شول
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، امنیتي او هوایي ځواکونو کندهار کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۳۱ طالبان ووژل او ۸ نور یې ټپیان کړل. له دغه وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دفاعي او امنیتي ځواکونو دهوايي قواوو په ملاتړ د پوځي عملیاتو ...
Read More »جان کري: امریکا او اروپايي ټولنه دې د اقلیمي بدلونونو برخه کې ګډې هڅې وکړي
د چاپیریال ساتنې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ویلي، مخکې تر دې چې د نړۍ د اقلیمي بدلونونو تخریب د نه جبران حالت ته ورسېږي، اړتیا ده چې د امریکا متحده ایالات او اروپایي ټولنه دې برخه کې ګډې هڅې وکړي. جان کري د مارچ پر نهمه په ...
Read More »چین د کرونا ډیجیټال واکسین د ورکولو پروګرام پیل کړ
چین د کرونا ډیجیټال واکسین د ورکولو پروګرام د هغو کسانو لپاره پیل کړ چې د سفر نیت لري. دا ډیجیټال تصدیق چې پهکې د کرونا ویروس د ازموینې نتیجه معلومه شوې وي، د دوشنبې په ورځ د (وي چټ) په نوم د ټولنیزو رسنیو له لارې پيل شو. د ...
Read More »امریکايي سناتوران:تر مې میاشتې پورې له افغانستانه د ځواکونو ایستل امکان نه لري
امریکايي سناتوران وایي تر مې میاشتې پورې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پرېکړه باید وځنډول شي. د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب مندیز په خپله یوه مرکه کې ویلي وسله والو طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او دوی د سولې هوکړې ...
Read More »جوزجان کې د ترکمنانو لومړنۍ خصوصي راډیو فعاله شوه
د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې د افغانستان د ترکمنانو لومړنۍ خصوصي راډیو فعالیت پیل کړ. د دې راډیو د امتیاز خاوند عبدالبشیر حکیمي پرون سې شنبه (د کب ۱۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغې ترکمني سیمه ییزې راډیو خپلې خپرونې سر له سې شنبې د (اېف اېم ...
Read More »افغان کرکټ لوبډله له زیمبابوې سره دوهمه ټېسټ لوبه پیلوي
نن چهارشنبه (د کب ۲۰مه نېټه) د افغانستان دکرکټ ملي لوبډله د زېمبابوې له لوبډلې سره په متحده عربي اماراتو کې دوهمه ټېسټ سیالۍ پیلوي دا لوبه نن ۱۰ بجې په ابوظبۍ کې ده او تېره اوونۍ د دغو دوو لوبډلو ترمنځ لومړی ټېسټ زیمبابوې د لس ویکټو په توپیر ...
Read More »ایټالیا د ‘اسټرا-زینیکا’ کووېډ-۱۹ ضد واکسین ته رسماً اجازه ورکړه
ایټالیا پرون دوشنبه (د کب ۱۸مه نېټه) تر ۶۵ کلونو پوخ عمره کسانو ته د اسټرا-زینیکا په نوم د کووېډ-۱۹ ضد واکسین لګولو ته رسمآ اجازه ورکړه. د دغه هېواد روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې دغه واکسین د ۶۵ کلنو او تردې پوخ عمره کسانو ته خوندي ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس