ناروې او ډنمارک د کووېډ-۱۹ پر ضد د استرازینیکا واکسیناسیون په موقتي ډول ودراوه. ډنمارکي چارواکو پرون (پنجشنبه) وویل، د ځینو جدي جانبي عوارضو د لرلو له کبلهیې د دغه واکسین د ورکولو بهیر درولی دی. راپورونه وايي چې په ډنمارک کې یو تن وروسته له دې مړ شوی چې ...
Read More »Monthly Archives: مارچ 2021
پاکستان د افغان سولې لپاره د امریکا نوې طرح هر اړخیزه بللې
پاکستان د افغانستان د سولې لپاره د امریکا نوې طرح هر اړخیزه بولي او وايي چې په ترکیه او روسیه کې د افغانستان د سولې په اړه د بحث لپاره د جوړېدونکو غونډو هرکلی کوي. په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ویلي، هغه پروسه چې امریکا یې ...
Read More »قطر په روسیې کې د افغان سولې په اړه د راروانې ناستې هرکلی وکړ
قطر په روسیې کې د بین الافغاني خبرو د راروانې ناستې د جوړېدو هرکلی کړی. د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني پرون په دوحه کې له خپل روس او ترک سیالانو سرګي لاوروف او مولود چاووش اوغلو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، د ...
Read More »د امریکا کانګرس کووېډ-۱۹ په اړه د مالي مرستې لایحه تصویب کړه
د امریکا کانګرس پرون چهارشنبه (د کب ۲۰مه نېټه) د کووېد-۱۹ له اقتصادي عواقبو سره د مقابلې لپاره د یو ټریلیون او ۹ سره میلیونه ډالره مالي مرسته لایحه تصویب کړه او د ولسمشر جو بایډن لخوا د توشیح لپاره یې سپیې ماڼۍ ته واستوله. د دې لایحې تصویب به ...
Read More »ایران ۳۰۶ بندیان افغان حکومت ته سپارلي
د هرات چارواکي وایي، ایران دولت افغان حکومت ته ۳۰۶ بندیان سپارلي دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد رسنیو ته ویلي چې د زندانیانو دا تبادله پرون چهارشنبه (د کب ۲۰مه) په اسلام کلا بندر کې وشوه. فرهاد وایي، دغه زندانیان به د حبس پاته موده په افغانستان ...
Read More »ایران د کرونا ضد چینایي واکسین سینوفارم ته اجازه ورکړې
ایران وایي چې کووېډ-۱۹ ضد چینایي واکسین سینوفارم ته یې بېړنۍ اجازه وکړې ده. د ایران د درملو او خوراکي موادو د ادارې ویاند پرون چهارشنبې (د کب ۲۰مه) وویل چې د اوس وخت لپاره د دغه واکسین وېش او ترزیق منع نه دی. پرون پاکستان هم د دغه چینايي ...
Read More »د اسرائیل صدراعظم عربي متحده اماراتو ته ځي
تمه ده د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو نن عربي متحده اماراتو ته په رسمي سفر ولاړ شي. د ښاغلي نیتن یاهو دفتر د دې سفر په هکله د تبصرې کولو نه ډډه کړې خو په اسرائیل کې مطبوعاتو تېره ورځ ویلي چې صدراعظم به پنجشبنه د مارچ په ۱۱ (کب۲۱) عربي ...
Read More »عبدالعزیز کاملوف له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې غږېدلی
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف پرون چهارشنبه (د کب۲۰مه نېټه) په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړي دي. د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو خواوو په دې کتنه کې د افغانستان د ...
Read More »د یونان یوې محکمې ۲ افغانان په پنځه کاله بند محکوم کړل
د یونان یوې محکمې دوه افغانان تېر کال په لېسبوس ټاپو کې د کډوالو کمپ ته د اور ورته کولو په جرم په ۵ کال بند محکوم کړل. د محکوم شوېو افغان پناه غوښتونکو مدافع وکیلانو پرون چهارشنبه (د کب ۲۰مه) ناوخته فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل چې محکمې ...
Read More »ریاست: له برېښنایي پېژندپاڼو پرته هېچا ته پاسپورټ نه ورکوو
د افغانستان د پاسپورټ ریاست وایي نور یوازې د برېښنایي پېژندپاڼو لرونکو ته پاسپورت صادوري. د دغه ریاست لخوا په یوه اعلامیه کې چې پرون چهارشنبه(د کب ۲۰مه نېټه) خپره شوه، راغلي چې نور به هېچا ته له الکترونیکي تذکرې پرته پاسپورټ ورنه کړي. تر دې وړاندې د احصایې ملي ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس