امریکا ختیځه غاړه کې له یکشنبې را هیسې پیل شوې واوره لا سخته شوې او د نیوجرسي، نیویارک او کانټیک ایالتونو ځینې سیمو کې یې د کورونا واکسین چارې ځنډولې دي. په نیویارک او بوسټن کې سلګونه الوتنې ځنډول شوې او اتیا کیلومتره چټک توپان ځینې سیمو کې د واورې ...
Read More »Monthly Archives: فبروري 2021
ډونالډ ټرمپ د استیضاح تر محکمې وړاندې دوه نوي مدافع وکیلان وګمارل
د امریکا د متحدو ایالتونو مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ په سنا کې د خپلې استیضاح د محکمې لپاره دوه نوي مدافع وکیلان وټاکل. د ښاغلي ټرمپ د دفتر په اعلامیې کې ویل شوي دي چې د تلویزیون حقوقي مبصر ډیویډ شوین او د پنسلوانیا د ولسوالۍ پخوانی څارنوال بروس کاستر ...
Read More »ټي ۱۰لیګ؛ ډیلي لوبډلې دکن ګلیډیټرز ته په ۸ ویکټو ماته ورکړه
رحمان الله ګربز پرونۍ لوبه کې یو ځل بیا ښه وځلېده چې د دکن ګلیډیټرز پر وړاندې یې ډیلي بولز لوبډلې ته په سوپر لیګ کې بریا ورپه برخه کړه. د ابوظهبي ټي ۱۰ لیګ د سوپر لیګ لوبه کې د دکن ګليډیټرز او ډیلي بولز لوبډلې مخ شوې. په ...
Read More »میانمار کې له کودتا وروسته بېړنی حالت اعلان شوی
د میانمار پوځ د دغه هیواد کنټرول په لاس اخیستی او د یوه کال لپاره یې بېړنی حالت اعلان کړی دی. د اسوشېټیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې د میانمار یو پوځي تلویزیون نن دوشنبه فبروري ۱ (سلواغې ۱۳) دغه خبر ورکړی دی. د میانمار پوځ په دغه ...
Read More »طالبان: که بهرني سرتیري ونه وتل، جګړه روانه ساتو
یوه ورځ وروسته له هغه چې د ناټو ځینو چارواکو وویل داسې نه ښکاري چې د مۍ میاشتې پورې به د دوی ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، طالبان وايي که بهرني ځواکونه ونه وتل، خپله جګړه به روانه وساتي. ایران ته تللي د طالبانو د پلاوي غړي وايي چې له ...
Read More »تاشکند له بین الافغاني خبرو د ملاتړ ډاډ ورکړی دی
د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په تاشکند کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره کتلي دي. په دې لیدنه کې چې تېره ورځ ترسره شوه پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي مسایلو خبرې ...
Read More »دفاع وزارت:طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی
د دفاع وزارت مرستیال وایي، بهرني ځواکونه به د افغانستان شرایطو ته په کتو د خپل حضور یا وتلو په اړه پرېکړه کوي. د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال شامحمود میاخیل په خپله یوه مرکه کې ویلي طالبانو پر خپلو ژمنو هېڅ راز عمل نه دی کړی. میاخیل په ...
Read More »کندهار کې ۷۸۶ شنې خونې جوړې شوي
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سبو د تولید زیاتوالي او په دې برخه کې د ځان بسیاینې لپاره یې خپلې کړنې د خصوصي سکتور په همکارۍ چټکې کړي دي. د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت ...
Read More »د پاکستان پوځ یوه الوتکه له چین د کرونا ضد واکسین لومړۍ بسته لېږدوي
د پاکستان د پوځ یوه الوتکه وړمه ورځ( یکشنبه) چین ته لاړه چې د کرونا ویروس ضد واکسین لومړۍ بسته پاکستان ته ولېږدوي. په پام کې ده، دغه الوتکه پاکستان ته په چین کې د جوړ شوي واکسین سینوفارم (SinoPharm) ۵۰۰ زره دوزه چې چینايي چارواکو یې پاکستان ته د ورکړې ژمنه ...
Read More »بایډن د خپلې ادارې د بهرنۍ پالېسۍ مهمې برخې اعلانوي
ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن نن د وینا په ترڅ کې د خپلې ادارې د بهرنۍ پالېسۍ مهمې برخې اعلان کړي. بایډن له دې مخکې ویلي و چې د مخکېنۍ د ټرمپ د ادارې د څلور کلنې پالېسي لوری به چې لومړۍ امریکا باندې ولاړه وه، بدل ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس