Home » 2021 » فبروري (page 26)

Monthly Archives: فبروري 2021

د اوبو د تنظیم ملي اداره:د شورابک بند د توربینونو د نصب چارې په چټکۍ مخ ته روانې دي

د اوبو د تنظیم ملي اداره وایي چې د بدخشان د شورابک بند وسایل او تجهیزات دغه بند ته رسېدلي دي. دغه اداره وایي، دمګړی تخنیکي ټیمونه په شورابک بند کې په کار بوخت دي او هڅه کوي چې ژر تر ژره د برېښنا د تولید توربینونه او جنراټورونه او ...

Read More »

د پاکستان سترې محکمې احمد عمر سعید شیخ د خوشې کېدو امر وکړ

رویداد خبري آژانس

د پاکستان سترې محکمې د احمد عمر سعید شیخ د خوشې کېدو امر وکړ. دا کس د امریکایي خبریال دانیال پېرل د سر پرې کېدو په تور تورن و. سترې محکمې پرون سې شنبه (د سلواغې ۱۴مه) وروسته تر دې پریکړه وکړه چې درې قاضیانو تېره اوونۍ د قضیې تر ...

Read More »

امریکا له اوکراین سره اقتصادي او پوځي مرستو د جاري ساتلو ژمنه کړې

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکېن د ولسمشر جو بایډن په مشرۍ په نوي حکومت کې له اوکراین سره د اقتصادي او پوځي ملاتړ د مرستو جاري ساتلو ژمنه کړې ده. نوموړي د فېبروۍ پر لومړۍ نېټه د اوکراین بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا سره د ټېلېفوني خبرو پر ...

Read More »

پاکستاني پوځیانو؛یو ځل بیا پر کونړ پنځوس راکټونه توغولي

رویداد خبري آژانس

د کونړ ولایت ځایي چارواکي وایي چې پاکستاني نظامیانو یو ځل بیا د کونړ ولایت پر شلتن ولسوالۍ راکټي بریدونه کړي دي. د کونړ والي محمد اقبال سعید ویلي چې، پاکستاني نظامیانو له تیرې شپې راهیسې د شلتن ولسوالۍ په سونو کلي او المازو ډوپ سیمو باندې پنځوس توپونه راتوغولي ...

Read More »

حقاني:بایډن درک کړې چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی

رویداد خبري آژانس

په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني ویلي چې د جو بایډن اداره نه غواړي واک ته د طالبانو بیا ستنېدو سره القاعده ډله پياوړي کړي. نوموړي د هیل نشریې ته د یوې لیکنې په ترڅ کې ویلي، بایډن دا درک کړې ده چې طالبانو له امریکا سره ...

Read More »

په نویو محدودیتونو سره ښايي د هسپانیا کمپنۍ زیانمنې شي

رویداد خبري آژانس

د نویو محدودیتونو له کبله ښايي د هسپانیا کمپنۍ په اوونۍ کې د عوایدو له درکه دوه ميلیارد او ۲۰۰ میلیونه ډالره زیانمنې شي. د هغې څېړنې له مخې چې پرون دوشنبه خپره شوه، ۶۰ فیصده زیان به د منځني حد او وړو صنعتي کمپنیو ته واوړي. د څېړنې له ...

Read More »

په تاجکستان کې جوماتونه بېرته پرانیستل شول

رویداد خبري آژانس

په تاجکستان کې پرون تر ۹ میاشتني ځنډ وروسته د لمونځ کوونکو پرمخ د جوماتونو دروازې بېرته پرانیستل شوې. دغه جوماتونه د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف د لګول شویو محدودیتونو له کبله تړل شوي وو. اوس د تاجکستان حکومتي چارواکي ادعا کوي، چې په دغه هېواد ...

Read More »

په تخار کې د اوبو کانال جوړېږي

رویداد خبري آژانس

په تخار ولایت کې د اوبو د يو لوی کانال د جوړېدو کار پیل شوی، چې په بشپړېدو به یې د شاوخوا ٢١ کلیو د اوبو ستونزې هوارې کړي. د جوی دراز په نوم دا کانال نږدې ۱۵ کلیومتره اوږدوالی لري، چې د ایستلو چارې یې پیل شوي دي. چارواکي ...

Read More »

مینه پال: افغانانو ته له جمهوریت پرته بله هره بڼه د منلو نه ده

رویداد خبري آژانس

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې افغانانو ته له جمهوریت پرته بله هره بڼه د منلونه ده. نوموړي زیاته کړې چې حکومت به د اساسي قانون په رڼا کې تر ټاکلې مودې فعالیت کوي او په خبره یې ولسمشر به د ...

Read More »

بلخ کې ۱۵ طالبان وژل شوي

رویداد خبري آژانس

شاهین قول اردو په بلخ ولایت کې، په پوځي عملیاتو کې، د ۱۵ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي. ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې ویلي دي چې دا عملیات د چاربولک ولسوالۍ په خان آباد، تیمورک او مسګران کلیو کې شوي، په ترڅ ...

Read More »