په میانمار کې پرون سې شنبې په ورځ جنوري ۹ (سلواغه۲۱) هم زرګونو کسانو د پوځ د کودتا په ضد مظاهرې وکړې. مظاهره کوونکو د مظاهرو د مخنیوي لپاره د پوځ د ګرځبندیز اعلان او نورو لګول شویو محدودیتونو ته هېڅ پام ونکړ. د میانمار په مرکز کې د سه ...
Read More »Monthly Archives: فبروري 2021
ولسي جرګه:امنیتي چارواکي د خلکو د امنیت په ټینګښت کې ناکام دي
وکیلان د ولسي جرګې غړي وایي امنیتي ادارې د خلکو د امنیت په ټینګښت کې ناکامې دي. د ولسي جرګې یو شمېر غړو نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۲مه نېټه) د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې په افغانستان په تېره په کابل کې وروستۍ امنیتي پېښې او هدفي بریدونه د ...
Read More »د ملي امنیت ریاست: د حقاني او داعش ګډه شبکه نېول شوې
د افغانستان ملي امنیت ریاست وایي، د حقاني شبکې او داعش ګډه شبکه یې نېولې ده. د ملي امنیت د عمومي ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شوې ډلې د هدفي وژنو، د انفجاري موادو د انتقال او دغه شان د ځنځیري وژنو مسولیت درلود. ...
Read More »برېټانیا؛ په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو او هدفي بریدونو اندېښنه ښودلې
برېټانیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو او هدفي بریدونو اندېښنه ښودلې ده. په کابل کې د برېتانیا سفیرې الیسون بلېک د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره پرون سې شنبې په ورځ (د سلواغې۲۱مه نېټه) د لیدنې پر مهال ویلي چې په وروستیو کې په افغانستان کې ...
Read More »ايران کې د کرونا ویروس واکسين کمپاین پيل شو
ايران د روسیې کرونا ویروس ضد په سپوتنیک وي واکسين د خپلو هېوادولو واکسینولو کمپاین پیل کړ. د فېبرورۍ پر اتمه نېټه په تهران کې د امام خميني روغتون کې د يوې غونډې پر مهال چې په ټېليويژن په ژوندی بڼه خپره شوه، د ايران د روغتيا وزير سعيد نمکي ...
Read More »لوګر کې د نړیوال هوايي ډګر سروې پیل شوه
د کابل په سوېل ۴۰ کیلومټرۍ لوګر کې د یوه لوی نړیوال هوايي ډګر سروې چارې پیل شوې چې ۸۰۰میلیونه ډالره لګښت به پرې راشي. دغه نړیوال هوايي ډګر د محمد اغې ولسوالۍ د دولت کلا په دښته کې د ولسمشر محمد اشرف غني د پلرني کلي په شمال لوېدیځه ...
Read More »د مهاجرو مدافع سازمان؛ له آلمانه افغانستان ته د اخراج بندولو غوښتنه کړې ده
په آلمان کې د مهاجرو مدافع سازمان (پرو ازول) د سه شنبي ورځې له پاره افغانستان ته د پلان شوي ډله ایز اخراج په پام کي نیولو سره د آلمان د ټولو ایالتونو په کچه دغه هیواد ته په عاجل ډول د اخرج بندولو غوښتنه کړې ده. د مهاجرو مدافع ...
Read More »کونړ کې د لمرېزې برېښنا څلور پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
دافغانستان دکرنې اوبولګونې او مالدارۍ وزارت وایي د ۹۱،۲ میلیونه افغانیو په لګښت د کونړ ولایت په درېو ولسوالیو کې د لمریزې برېښنا للمي ځمکو خړوبولو څلور پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د کونړ والي محمد اقبال سعید وایي، یادو ځمکو ته په اوبو رسولو سره به کرنیز تولیدات ...
Read More »د افغانستان او هند مشرانو د ‘شاه توت’ بند جوړولو تړون لاسلیک کړ
د افغانستان او هند ترمنځ د شاه توت بند جوړولو تړون لاسلیک شوی دی. دا تړون نن سې شنبه (د سلواغې۲۱مه نېټه) د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي په حضور کې د یوې انلاین غونډې په ترڅ کې لاسلیک شوی دی. دا ...
Read More »چین کې د روغتیا سازمان کارپوهان نن د خپلو تحقیقاتو جزئیات اعلانوي
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د کارپوهانو ډله چې د کرونا ویروس د خپرېدو د څرنګوالي په اړه د څېړنې لپاره چین ته تللې، د خپلو تحقیقاتو جزئیات نن په ووهان ښار کې رسنیو ته وړاندې کوي. «WHO» په یو بیان کې چې نن خپور شو ویلي، د نړیوالو کارپوهانو ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس