د ترکیېد دفاع وزارت ویلي دي چې د عراق په شمال کې یې د کردي ملیشو سره په تازه نښته کې درې ترکي پوځیان وژل شوي دي. د ترکیې پوځ د چهارشنبې په ورځ د عراق په شمالي سیمو کې د کردستان د کارګر ګوند پر ضد نوي عملیات پیل ...
Read More »Monthly Archives: فبروري 2021
د اسلامي همکاریو سازمان؛افغانستان کې وروستي هدفي وژنې او تاوتریخوالي زیاتیدل محکوم کړي
د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې وروستي بمي بریدونه، هدفي وژنې او د تاوتریخوالي زیاتیدل محکوم کړل چې په تیرو څو ورځو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب شوي دي. د اسلامي همکارۍ د سازمان عمومي منشي یوسف بن احمد العثیمین، د یو بیان په خپرولو سره ...
Read More »روغتیا وزارت:کوواکس افغانستان ته ۱۶میلیونه دوزه کرونا ضد واکسین ورکوي
د عامې روغتیا وزارت وايي د واکسین برابرولو نړیوال بنسټ “کوواکس” د روغتیا نړیوال سازمان تر نظر لاندې افغانستان ته د ۱۶ میلیونه دوزه کرونا ضد واکسین ورکوي. د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح وايي د کوواکس دې مرسته شوي واکسین لومړنۍ جوپې کې به یو اعشاریه ...
Read More »خوست کې د نمونوي ښوونځۍ ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
دافغانستان د پوهنې وزارت وایي، د نمونوي ښوونځۍ ودانۍ په خوست ولایت کې پرانستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، دغه وزارت وایي د نمونوی لیسه نن پنجشنبه ( د سلواغې ۲۳مه ) د خوست کې د پوهنې سرپرست وزیره میرمن رنګینې حمیدي، د کلیو د بیارغونې او پراختیا ...
Read More »امریکا کې له کرونا ویروس د مړه شویو کسانو شمېر تر ۴۷۱ زره واوښت
د جانز هاپکنز پوهنتون د تازه معلوماتو له مخې په امریکا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس اخته ۳۱۹ نور کسان مړه شوي دي چې ورسره له دغې ناروغۍ د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۴۷۱ زره او ۴۲۲ ته رسېدلی دی. د یاد پوهنتون په وینا ...
Read More »نن زړه راښکوونکې لوبه؛ احمدولي هوتک د برازیلي سیال په وړاندې
د افغانستان د ازادې مبارزې تکړه او نامتو لوبغاړی احمدولي هوتک دا ځلې په هیواد دننه کابل کې د یوه سرسخته او تکړه برازیلي سیال لیونارډو باربوسا په وړاندې لوبیږي. دا لوبه نن پنجشنبه ماښام ۷ بجې ترسره کیږي، چې یک ټلوېزیون به یې په ژوندۍ بڼه خپره کړې. هوتک ...
Read More »امرالله صالح: ښايي له ټکسي چلوونکو وغواړو چې خپل مسافر تلاشي کړي
د ولسمشر لومړي مرستیال په کابل ښار کې د مقناطیسي ماینونو د چاودنې په تړاو ویلي، ښایي له ټکسي چلووونکو وغواړي چې خپله سپرلي تلاشي کړي. امرالله صالح نن پنجشنبه (د سلواغې۲۳مه نېټه) د شپږنیمو د غونډې د پرېکړو په اړه په خپاره کړي پیغام کې ویلي، ترهګر له ټکسي ...
Read More »ننګرهار کې د لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
ننګرهار کې د اوبولګولو د لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د افغانستان دکرنې وزارت وایي، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل او یوشمېر سیمه ییزو چارواکو په ...
Read More »ننګرهار کې پنځه زېربنایي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
ننګرهار کې د څه کم ۳۳میلیونو افغانیو په ارزښت پنځه زېربنایي پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې د افغانستان دکرنې وزارت وایي، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، ننګرهار ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې، د ننګرهار ولایت مرستیال ببرک میاخېل، یوشمېر ...
Read More »وروسته له څلورو کلونو؛ اسټرالياوۍ کرکټ لوبډله بنګلديش ته د لوبو لپاره ځي
وروسته له څلورو کلونو اسټرالياوۍ لوبډله د بنګلديش هيواد ته د لوبو لپاره ځي. تر ۲۰۱۷ز را وروسته به دا لومړی ځل وي چې بنګلدېش کريکټ لوبډله د اسټراليا کوربتوب کوي. د کريک انفو د خبر له مخې د روان کال تر وروستيو پورې اسټراليا ټيسټ لوبه نلري او نه ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس