Home » 2020 (page 35)

Yearly Archives: 2020

پکتیا کې پر یوه پوسته موټر بم برید شوی

نن دوشنبه ۱۲ د لړم د پکتیا ولایت څخه رویداد نیوز ته په رالیږل شوې خبر پاڼه کې راغلي چې بيګا شپه د پکتيا روحاني بابا ولسوالۍ کې د پاڅونوالو پر پوسته وسلوالو د موټر بم د برید پلان درلود چې امنیتي ځواکونو پیژندلی دی او وړاندې يي نه دی ...

Read More »

کاناډا تر راتلونکو درېیو کلونو پورې۱،۲ میلیونه کډوال قبلوي

رویداد خبري آژانس

د کاناډا دولت اعلان کړی چې تر راتلونکو درېیو کلونو پورې به ۱،۲ میلیونه کډوالو ته قبولي ورکړي. د کاناډا د کډوالو چارو وزیر مارکو مندیچینو وایي، دولت یې په پام کې لري چې د کرونا وایروس له کبله د ځپلو شویو کسانو سره د مرستې او دغه راز په ...

Read More »

په بلجیم کې د هغه ښوونکي دنده ځنډول شوې چې په صنف کې یې د اسلام د پيغمبر کاریکاتور زده کونکو ته ښکاره کړی وو

رویداد خبري آژانس

په بلجیم کې د هغه ښوونکي دنده ځنډول شوې چې په صنف کې یې د اسلام د پيغمبر کاریکاتور زده کونکو ته ښکاره کړی وو. د دغه هیواد د ښي اړخو ګوندونو سیاستوالو بیا د چارواکو پر دې پریکړې سخت انتقادونه کړي دي. هغه ښوونکی چې دنده یې ځنډول شوې ...

Read More »

فیلیپین کې زورور توفان ۱۰ کسان مړه کړي

د بهرني رسنیو په حواله د فیلیپین په ختیځ کې د یوه زورور توفان له امله شاوخوا ۱۰ کسان يي وژلي دي.  د فیلییپین چارواکي وايي د پرون سهار توفان دومره قوي وو چې په یوه ساعت کې یې سرعت ۲۰۰ کیلومترو ته رسېده چې د خټو او خاورو د ...

Read More »

اذربایجان د ارمنستان توغندیز سیستم له منځه یوړه

د اذربایجان پوځ د ارمنستان توغندیز سیستم چې د بیرده په ښار يي کارولي وو له منځه یوړ. د بهرني رسنیو په حواله د یاد هېواد د دفاع وزارت لخوا یو ویډویو خپور شو چې پکې د اذربایجان ځواکونو د ارمنستان اړوند سیمرچ ډوله توغندیز سیستم له منځه وړي. د ...

Read More »

د مالیزیا دیني عالمانو په هېواد کې روانه جګړه ناروا بللې

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د مالیزیا د اسلامي یووالي نړیوالې ټولنې چې د یاد هېواد له سترو او معتبرو اسلامي ټولنو ده، په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي دوام محکوم کړ او دا جګړه یې د اسلامي شریعت ضد او ناروا وبلله. له بهرنیو چارو وزارت په خپره ...

Read More »

حمدالله محب د افغانستان لپاره د یوناما له ځانګړې استازې سره پر سوله غږېدلی

رویداد خبري آژانس

د افغانستان ملي امنيت شورا وايي، ‎ډاکټر حمدالله محب د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې لوینز سره په کتنه کې د سولې، امنیت او ولسي وګړو د ساتنې په اړه خبرې کړې. په دغه کتنه کې دواړو لورو ویلي چې د طالبانو له خوا د سړک غاړې ...

Read More »

پاکستاني عسکرو د یوه مشر په ګډون څو بلوڅان تښتولي

رویداد خبري آژانس

د بلوڅو ملتپالې ډلې وايي، پرون د یکشنبې په ورځ د نومبر۲ (لړم۱۲) د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې د پاکستان عسکرو د بلوڅو پر ضد عمليات کړي او د يوه قومي مخور په ګډون يې څو تنه له ځان سره وړي دي. دوی وايي، پاکستاني عسکرو پرون د پنجګور ...

Read More »

د کندهار په ارغنداب او ژړۍ ولسوالیو کې ۱۴۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

رویداد خبري آژانس

د کندهار چارواکي وايي، د ګډو ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د دې ولایت په ارغنداب او ژړۍ ولسوالیو کې ۱۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۶ نور ټپيان دي. د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي:” هوايي ځواک د ارغنداب ...

Read More »

سعودي کې یو کس د مکې له جومات سره خپل موټر قصدآ جنګولی

رویداد خبري آژانس

په سعودي کې چارواکي وايي یو کس د مکې د جومات له باندني دیوال سره خپل موټر قصدآ جنګولی دی. چارواکي وايي چې امنیتي‌ کسانو دا موټروان تعقیبوه. په دغه پېښه کې یواځې دوه وسایل خراب شوي دي او چاته مرګ ژوبله نه ده اووښتې. چارواکي ‌وايي پېښه د شنبې ...

Read More »