د امازون نړیوال شرکت اعلان کړی دی چې په روان کال کې یې ۱۹۸۰۰ کارکوونکي د کرونا په ویروس اخته شوي دي. دا شمېره د امازون د ټولو کاروونکو ۱.۴۴ سلنه ده. تر دې مخکې د امازون ځینو کارکوونکو د کروناویروس د مخنیوي د لارو چارو په اړه په امازون ...
Read More »Monthly Archives: اکتوبر 2020
دفاع وزارت: ارزګان کې د ۱۸ چاودنو مخنیوی شوی
نن د ۱۳۹۹ کال د تلې ۱۲مه د افغانستان دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په ارزګان ولایت کې د ۱۸ چاودنو مخه نیول شوې. یاد وزارت په خبرپاڼه کې زیاته کړې د ارزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ اړوند سیمو کې ۱۸ هغه بوشکه یي بمونه نیولي چې ...
Read More »د اروپايي ټولنې مشرانو پر بلاروس بندیز ولګوه او ترکیې ته یې خبردار ورکړ
د اروپايي ټولنې مشرانو په یوې پرېکړې کې په بلاروس بندیز ولګوه چې سر له نن اکتوبر دویمه (تلې۱۱) څخه پیلیږي. د دغې ټولنې مشرانو همدغه راز ترکیې ته خبرداری ورکړ چې ښايي له قبرس او یونان سره د سمندري لانجې له کبله همداسې برخلیک سره مخامخ شي. اروپايي ټولنې ...
Read More »دعدم تشدد نړیواله ورځ؛ د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا له ښکېلو غاړو د تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه کړې
د اکتوبر ۲مه د «عدم تشدد» نړيواله ورځ ده چې د سوله ييز حل او تاوتريخوالي سره د مبارزې په موخه لمانځل کيږي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون په همدې پلمه يو ځل بيا له ښکېلو غاړو د تاوتريخوالي د پای ته رسولو او سراسري اوربند غوښتنه کړې. ...
Read More »فوزیه کوفي د ناروې د سولې شورا لخوا د سولې نوبل جايزې ته نومانده شوه
د افغان حکومت د مرکچي پلاوي يوه غړې فوزيه کوفي د ناروې د سولې شورا لخوا د نوبل د سولې جايزې د نوماندانو په نوملړ کې شامله کړل شوې. د دغه شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې فوزيه کوفي په افغانستان کې د سولې د هڅو ...
Read More »له اوږد ځنډ وروسته د دولتي ښوونځيو له لومړي تر لسم ټولګي نن پيل شول
د کرونا له امله له رامنځته شوي اوږده بندیز وروسته نن شنبه د اکټوبر ۳(تلې۱۲) په ټول هېواد کې له لومړي تر دوولسم ټولګي حضوري زدهکړې بېرته پيل شوې. د تېر کال د کب په وروستيو کې ښوونځي د کرونا ويروس د خپرېدو له امله تړل شوي وو. په دې ...
Read More »دقطر دبهرنیو چارو وزیر:په بین الافغاني مذاکراتو کې بې طرفه پاتې کېږو
د قطر د ملي امنیت سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د افغان سولې مذاکراتو کې دوی بې طرفه دي او په دې بهیر کې هېڅ ډول لاسوهنه نه کوي. ددغه پلاوي لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې چې د پلاوي مشر معصوم ستانکزي د قطر د ...
Read More »نعیم وردګ:ډېر ژر به په بین الافغاني مذاکراتو کې د اختلاف مسایل حل شي
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ وايي د سولې په هیله خبرو ته حاضر شوي دي او ډېر ژر به په بېن الافغاني خبرو کې د اختلاف مسایل حل شي. نوموړی وايي، په ټوله نړۍ کې د ستونزو د هواري په موخه خبرې له ځنډ ...
Read More »روغتیا وزارت: افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ٣٩٢۹۰ تنو ته ورسېد
دافغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا وبا پنځه مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٩٢۹۰ ته ورسېد. عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد ...
Read More »ترکیه په کندهار کې خپله نوې جنرال قونسلي پرانیزي
په افغانستان کې د ترکیې سفیر «اوزهان ارطغرل» وايي، ډېر ژر به په کندهار ولایت کې د ترکیې نوې جنرال قونسلي پرانیستل شي. ښاغلي ارطغرل د تیرې چهارشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال میروس ناب سره لیدنه کې ویلي چې هیواد ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس