د امریکا حکومت ملګرو ملتونو ته د رسمي غوښتنې لېږلو سره ویلي، چې له روغتیا نړیوال سازمان وځي. امریکا د دې سازمان تر ټولو ستر مالي ملاتړی و، خو د کورونا وېروس د وبا پیلېدو سره د دغه هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیا بیا پر دې اداره نیوکې کړې او ...
Read More »Monthly Archives: جولای 2020
افغانستان سبا د سیمهییزې او نړیوالې اجماع د پياوړتیا کنفرانس کوربه دی
اکل شوې ده افغانستان سبا (د پنجشنبې په ورځ د چنګاښ په ۱۹ نېټه) د سولې په اړه د سیمهییزې او نړیوالې اجماع د پياوړتیا په نوم د وېډیو کنفرانس کوربه وي. په دې کنفرانس کې به د ولسمشر محمد اشرف غني ترڅنګ د ناټو، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او ...
Read More »د امریکا استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې پومپیو خپلې استماعیه غونډې ته وربللی
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو خپلې استماعیه غونډې ته وربللی دی. د راپور له مخې له مایک پومپیو غوښتل شوي چې ووايي، د ټرمپ ادارې څه ډول هغو راپورونو ته غبرګون وښود چې ګواکې د امریکا استخباراتي ...
Read More »افغانستان کې بشر دوستانه اوربند او د تاوتریخوالي کمښت د چین او پاکستان غوښتنې
چین او پاکستان په افغانستان کې بشر دوستانه اوربند او د تاوتریخوالي کمښت غواړي. د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو پرون د سولې په بهیر کې د افغانانو په مشرتابه او مالکیت د افغان حکومت د ملاتړ په برخه کې پر خپلو همکاریو ټينګار وکړ. دوی د وېډيو ...
Read More »په ننګرهار کې یو تن د تښتوونکو له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
د ننګرهار مسوولین وایي، د ملي امنیت ځواکونو تېره ورځ یو تن چې عبدالرحمن نومېږي او د ننګرهار د نازیان ولسوالۍ د ولسوال زوی او نېږدې ۲۱ ورځې وړاندې د جلال اباد ښار د شپږمې ناحې په مربوطاتو کې تښتول شوی و، د تښتوونکو له منګولو ازاد او نن خپلې ...
Read More »په هلمند کې د انګورو حاصلات ډېر شوې
د انګورو د فصل په رارسېدو سره د هلمند د کرنې ریاست خبر ورکړئ، چې دغه ولایت کې به سږ کال د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر وی. د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وايي تمه ده، چې سږ کال به د هلمند د انګورو له ...
Read More »اسرائیل د ایران د څارلو لپاره یو استخباراتي ستلایت فضا ته ولیږه
اسرائیل یوه مصنوعي سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله چې د اسرائیلي مقاماتو په وینا د هیواد د پوځي استخباراتي اهدافو لپاره به د پام وړ اطلاعات راټول کړي. د اسرائیل د اوفک۱۶ مصنوعي سپوږمکۍ د دوشنبې په ورځ چنګاښ ۱۶ د شاویت په نامه توغندي په واسطه ددې هیواد په مرکزي ...
Read More »د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د محلي پولیسو پر یو مشر موټر بم برید شوی دی.
د ننګرهار چارواکي وایي، دغه موټر بم برید نن سه شنبې چنګاښ ۱۷سهار لس بجې د کوز کونړ ولسوالۍ د بازار په مرکزي چوک کې د یادې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو په ټیم لېډر میر زمان باندې شوی دی. د ننګرهار ولایت والي ویاند عطاءالله خوګياڼي رویداد خبري آژانس ...
Read More »‘افغانستان کې د جګړې ښکېل خواوې د ملکیانو ژوند ته درناوی نه کوي’
په افغانستان کې د بشري حقونو سازمانونه وايي، د ملکيانو د مرګ ژوبلې زیاتېدل جوتوي، چې د جګړې ښکېل لوري د ملکیانو ژوند ته درناوی نه کوي. د افغانستان د بشري حقونو سازمان وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې تر لاسلیک وروسته په افغانستان کې د جګړې لپاره ...
Read More »‘د سولې د اجماع پیاوړتیا’: طالبان دې تاوتریخوالی راکم او سولې ته زمینه برابره کړي
د افغانستان د سولې هڅو لپاره چې کابل د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون د درېیو مهمو غونډو کوربه دی. د هېواد د ‘سولې لپاره د اجماع د پیاوړتیا’ په نوم د سیمهییزې غونډې ګډونوالو له طالبانو وغوښتل چې تاوتریخوالی تر ډېره حده راټیټ او په نتیجه ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس