Monthly Archives: جولای 2020
د افغانستان په تړاو جوړ شوى د سنجي دت نوى فلم انلاين خپرېږي
د کورونا له امله په هند کې ګرځبندېز لګېدلى دى، چې له امله يې سينماګانې هم تړل شوې دي، که څه هم په ګرځبندېز کې له نرمښت وروسته ډېر څه پيل شوي دي، خو سينماګانې لا هم تړلې پاتې دي. د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د سينماګانو د ...
Read More »فرانسه د روغتیايي کارکوونکو معاشونه زیاتوي
د فرانسې حکومت او صنفي اتحادیو پرون دوشنبې یوه موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې اونیم میلیارډ ایرو روغتیایي کارکونکو ته د هغوی د تنخواو د زیاتوالي لپاره ورکول کيږي. که څه هم د فرانسې صدراعظم اعتراف کړی چې د کرونا وبا خپرېدو ته په پام دغه اقدام یو ...
Read More »د ننګرهار په تورخم ګمرک کې ډیجیټل تله فعاله شوه
د ننګرهار ګمرک ریاست اړوند په تورخم ګمرک مدیریت کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ډیجیټل تلې تر جوړیدو وروسته نن د چنګاښ په ۲۴مه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو او رسماٌ یې په فعالیت پیل وکړ. په دې مراسمو کې د ننګرهار سرپرست والي،د مالیې وزیر،د ولایتي شورا ...
Read More »کالیفورنیا کې بیا بندیزونه لګېدلي
د امریکا کالیفورنیا ایالت د کرونا ویروس د لاخپرېدو د مخنیوي لپاره بیا بندیزونه ولګول. د امریکا دغه تر ټولو زیات نفوس لرونکی ایالت په دې وروستیو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو او پرکویډ۱۹ ناروغۍ د ډېرو کسانو د بستري کېدو شاهد و. په متحدو ایالتونو کې د ...
Read More »د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغانستان خبرې کړي
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون له خپل روسي سیال د بهرنیو چارو له وزیر سرګې لاروف سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په خپاره کړي بیان کې د دغو خبرو په اړه نور ...
Read More »مسوولین: شمال کې شااوخوا ۷۰ طالب وسلهوالو ته مرګژوبله اوښتې
په شمال کې د ملي اردو دېره قول اردو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د شااوخوا ۷۰ طالب وسلهوالو د مرګژوبلې خبر ورکوي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي په یو پیغام کې چې نن سهار یې رسنیو ته استولی دی ویلي چې دې وسلهوالو ته پر افغان ...
Read More »په ارزګان کې ناامنیو ځوانان بېروزګاره کړي
د ارزګان ولایت یو شمېر ځوانان وایي، د جګړو او نا امنيو له امله يې ورځنۍ چاري ټکنۍ شوې او کار روزګار ورته نه پیداکېږي. دغه ځوانان د بې کارۍ لامل ناامني یادوي او زیاتوي چې په تېرو څو کلونو کې هلته د بېکارۍ کچه خورا لوړه شوې ده. دوی ...
Read More »فوټبال: ریال ماډریډ د اتلولۍ په لټه کې
د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۳۶مې اونۍ په لوبو کې تېره شپه ریال ماډریډ فوټبال لوبډله د ګراناډا فوټبال لوبډلې سره میدان ته کښته شوه. په یاده لوبه کې ریال ماډریډ ۲ ګولونه پر ۱ ګراناډا ته ماتې ورکړه. د ریال ماډریډ لپاره پرلینډ مینډي په ۱۰مه او کریم ...
Read More »پروان: یوه کس د خپلې کورنۍ درې غړي وژلي دي
د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ امنیتي چارواکي وايي، یوه سړي خپله میرمن ، کوچنۍ خور او نیکه په ډزو سره وژلي.او وروسته د پېښې له ځای څخه تښتیدلی ده د جبل السراج امنیه قومندان محمد ناصر کاپیساوال نن سهار رسنیو ته د دې خبر پخلی کړی، نوموړي زیاته ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس