Home » سیمه او نړی » د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغانستان خبرې کړي

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغانستان خبرې کړي

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون له خپل روسي سیال د بهرنیو چارو له وزیر سرګې لاروف سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په خپاره کړي بیان کې د دغو خبرو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي خو نوموړی وروسته له هغې له لاروف سره خبرې کوي چې په افغانستان کې طالبانو ته د روسيي د پوځي استخباراتو له خوا د امریکایي سرتېرو د وژلو لپاره د انعام ورکولو پرسر په دې وروستیو اوونیو کې په متحدو ایالتونو کې بحثونه ډېر تاوده شوي دي.

د ټرمپ ادارې په دې اړه راپورونه کم اهمیته بللي او ویلي یې دي چې امریکایي استخباراتي ادارو دا نه دي تایید کړي چې روسیې دې ګنې طالبانو د امریکایي سرتېرو د وژلو په خاطر پیسې ورکړې وي.

روسیې هم دغه ادعاوې رد کړې دي.

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران داسې مهال د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي چې په دې هېواد کې په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا حملو بیا زور اخیستی

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...