کرکټ بورد وايي، د افغانستان او استرالیا ترمنځ ځنډول شوې ټیسټ لوبه به د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د دواړو هېوادونو ترمنځ هوکړه شوې چې د ټیسټ یوازینۍ لوبه چې د کرونا وایروس له کبله ځنډېدلې وه بېرته به د راتلونکي کال په نومبر میاشت کې ترسره شي.
تردې وړاندې ټاکل شوې وه چې دغه لوبه په جنوري میاشت کې ترسره شي خو استرالیا په داسې حال کې ده دغه لوبه د کرونا له کبله لغوه کړه چې له هندستان سره یې لوبډله په لوبو بوخته وه.
د افغانستان لوبډلې په ۲۰۱۷ کال کې د ټیسټ لوبو غړیتوب ترلاسه کړ چې تراوسه یې څلور ټیسټ لوبې ترسره کړې او له ډلې یې دوې ګتلې او دوې یې بایللې دي.
دغه راز د کرونا وایروس له کبله په ټوله نړۍ کې د کرکټ لوبې ودرېدلې خو وروسته تر هغه چې د کرونا وبا کمه شوه په ټوله نړۍ کې د کرکټ لوبې شروع شوې، خو افغان لوبډلې له تېرو اوو میاشتو راهیسې کومه نړیواله لوبه نه ده ترسره کړې او ټول لوبغاړي په تجارتي لوبو بوخت دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس