د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، د روان لمریز کال په لومړۍ نیمایي کې څه باندې ۹ ټنه زیره تولید شوې ده.
د دغه وزارت نن شنبه (د مرغومي ۱۳مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې تېر کال په ټولیزه توګه ۱۲.۹۸۹ مټریک ټنه زيره تولید شوې وه.
د افغانستان د کرنې وزارت وایي، د دې موندونو او شمېرو له مخې به، د تېر کال پرتله د زېري د تولید سږني کچه د پام وړ زیاتوالی ښيي.
دغه شان د کرنې وزارت د احصایې ریاست شمېرې ښیي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له هېواده بهر د دې بوټي د صادراتو کچه د تېر کال د ورته مودې پرتله، زیات شوي دي او د دغو صادراتو ارزښت شپږ میلیونه او ۲۱۶ زره ډالرو ته رسېږي.
تېرکال د زېرې د صادراتو د ټولیز ارزښت شپږ میلیونه او ۴۳۱ زره ډالرو ته رسېدلې وه.
د کرنې وزارت ویلي، دغو شمېرو ته په کتو د روان کال تر پایه د زيري د صادراتو کچه هم د پام وړ زیاتیږي.
په افغانستان کې بدخشان، جوزجان، ارزګان، دایکندي، نیمروز، زابل، هلمند، کندهار، بلخ، سمنګان، فراه، بادغیس او پکتیکا د زېري لوی تولیدوونکي ولایتونه دي.
له زیرې څخه په خوړو او طبابت کې ګټه اخېستل کېږي او په کور دننه او بهر ښه مارکیټ هم لري.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس