کابل کې د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو، په دغه جوړ شوي نندارتون کې کورني او بهرني تولیدات نندارې ته ایښودل شوي چې اووه ورځې به دوام وکړي.
دغه نندارتون د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له خوا جوړ شوی، چې موخه یې د کورنیو تولیداتو وده، ملي پانګونې جلبول، د کورنیو او نړیوالو سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا ده.
د ا.ا د رٸيس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د نندارتونو د پرانېستې پرمهال وویل، چې افغانستان اوسمهال تر بل هر وخت د پانګونې او سوداګرۍ لپاره مناسب دی.
یوشمېر سوداګرو د خپلو تولیداتو د خرڅلاو لپاره د بازارموندنې برخه کې د دا ډول نندارتونونو جوړول ګټور بولي او د نندارتون له ګډونوالو او خلکو غوښتنه کوي چې د خپل هېواد له تولیداتو استفاده وکړي.
په دغه نندارتون کې د افغانستان کورني تولیدات په ۷۰۰ غرفو کې نندارې ته ایښودل شوي، چې ۲۰۰ یې بهرنیو شرکتونو او تولیداتو ته ځانګړې شوې وې.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس