د کډوالو نړیوال سازمان ویلي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۱.۲ میلیونه افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي دي.
د یاد سازمان څخه په خپرو شوي راپور کې راغلي چې، په دغه موده کې څه باندې یو اعشاریه یو میلیونه کسان له ایران، ۸۰ زره او ۵۰۰ له پاکستان او سل زره کسان د هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.
بلخوا د ایران او پاکستان حکومتونو ټینګار کړی چې له دغه هېوادونو به د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو بهیر لاهم دوام ولري.
خو بخوا یوشمېر راستانه شوي افغانان بیا، هېواد کې د کاري فرصتونو له نشتوالي شکایت کوي او زیاتوي چې سرپناه نهلري او د خپلو کورنیو د اړتیاوو پوره کولو په برخه کې هم له ستونزو سره مخ دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس