د غزې په تړانګه کې د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېرو لسو ورځو کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله د ماشومانو په ګډون څه کم ۷۱۶ فلسطینیان وژل شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې بریدونو کې دوه زره ۱۴۹ نور کسان ټپیان شوي دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت زیاتوي چې په دې اساس پر غزې د اسراییلو لخوا د بریدونو په ترڅ کې ۳۷ زره او ۲۳۲ کسان وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې جګړې په غزه کې زرګونه ماشومان له لوږې او مړينې سره مخ کړي دي.
له بلې خوا یو شمېر امریکایي سناتورانو اسراییل په غزې کې د ماشومانو په لوږه تورن کړی دی.
د دې سناتورانو له ډلې څخه یو کس «برني سندرز» په دې اړه ویلي چې په ستونزمنو حالاتو او لوږې سره د غزې د خلکو مخ کول له نړیوالو قوانینو سرغړونه او په جنګي جرمونو کې شمېرل کېږي.
نوموړي ټینګار کړی چې اسراییل د غزې خلک له قحطۍ سره مخ کوي او له دې حالت څخه د جنګي سلاح په توګه کار اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې د اوربند او جګړې د پایته رسولو هڅې لا بې پایلې دي. له نړیوالو مخالفتونو او نیوکو سره سره بیا هم اسراییل خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس