Home » سیمه او نړی » پاکستان کې چاودنې یو پولیس وژلی او څلور نور یې ټپیان کړي

پاکستان کې چاودنې یو پولیس وژلی او څلور نور یې ټپیان کړي

پاکستاني چارواکي خبر ورکوي چې د خیبرپښتونخوا په سوات سیمه کې پر پولیسو ماین چاودنه شوې چې له کبله یې پنځه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې د ۱۲ هېوادونو سفیران په مینګوره کې د سوات د سوداګرۍ خونې تر غونډې وروسته په تفریح«ملم جبې» سیمې ته تللي وو، چې د لارې په اوږدو کې د پولیسو پر موټر د سړک غاړې یو ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې چې پرمهال یې یو پولیس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي یاد پولیس د بهرنیو دیپلورماتانو د ساتنې په موخه له هغوی سره تللي وو، خو په چاودنه کې سفیرانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د مالوماتو له مخې په دې سفیرانو کې د روسیې، ایران، قزقستان، ترکمنستان، تاجکستان، اېتوپیا، اندونیزیا، پرتګال، بوسنیا، زېمبابوې، وېتنام، او روانډا سفیران شامل وو چې له چاودنې روغ وتلي دي.

پاکستان کې په دې وروستیو کې امنیتي وضعیت تر بل هر وخت خراب شوی، چې له کبله یې د دغه هیواد پر حکومت د خلکو نیوکې زیاتې شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...