Home » سیمه او نړی » ټرمپ د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې پر ټینګښت ټینګار کړی

ټرمپ د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې پر ټینګښت ټینګار کړی

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډټرمپ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ګواښ کړی چې که له اوکراین سره د سولې موافقه ونه کړي، نو اضافي بندیزونه به پرې ولګوي.

ټرمپ پرون (سه شنبې، د سلواغې ۲مه) په سپینه ماڼۍ کې دا څرګندونې وکړې او د چین د ولسمشر، شي جین پېنګ څخه یې هم وغوښتل چې د اوکراین د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.

ډونالډ ټرمپ همداراز دا یادونه هم وکړه چې د ده ډله به اوکراین ته د نورو وسلو د استولو په اړه هم غور وکړي.

بلخوا د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال ټرمپ د بایډن پرادارې، له اوکراین سره د مرستو د کچې له امله سختې نیوکې کولې.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له دې مخکې ویلي و، چې هیله من دی د امریکا نوی ولسمشر به یې د هېواد پر وړاندې د روسیې جګړه په عادلانه توګه پای ته ورسوي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...