Home » سیمه او نړی » ټرمپ: افغانستان کې زموږ پر پوځیانو د روسانو د بریدونو په اړه څه نه دي راته ویل شوي
رویداد خبري آژانس
ډونلد ټرمپ

ټرمپ: افغانستان کې زموږ پر پوځیانو د روسانو د بریدونو په اړه څه نه دي راته ویل شوي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نیو یارک ټایمز ورځپاڼې هغه ادعا رد کړې ده چې ګواکې روسانو په افغانستان کې پر امریکایي پوځیانو د بریدونو په بدل کې طالبانو پورې تړلیو وسلوالو ته جایزې ټاکلې وې. ولسمشر ټرمپ ویلي، په دې اړه ده ته، د ده مرستیال مایک پېنس ته او د ولسمشرۍ دفتر رئيس مارک میډوز ته هېڅ حال نه دی ورکړل شوی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې دوه ورځې وړاندې ادعا کړې وه چې روسانو په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو وژلو لپاره طالبانو پورې تړلو وسلوالو ته جایزې ټاکلې وې.

نیو یارک ټایمز د دې خبر لپاره خپله سرچینه نه ده په ګوته کړې، خو وایي چې امریکایي چارواکي له دې هر څه خبر وو.

خو ولسمشر ټرمپ نن یکشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د نیو یارک ټایمز دا خبر جعلي دی او هغه سرچینه چې یاده ورځپاڼه ورته اشاره کوي، اصلاً وجود نلري. نوموړي لیکلي، هر څوک دا خبر ردوي، او په افغانستان کې پر امریکایي ځواکونو ډېر بریدونه هم نه دي شوي.

ولسمشر ټرمپ ویلي، د روسیې پر ضد هېچا تر ده قاطع دریځ نه دی خپل کړی. نوموړي همدا راز پر خپل ټاکنیز سیال جو بایډن او پخواني ولسمشر باراک اوباما نیوکه کړې او وایي، د دوی په واکمنۍ کې روسانو د اوکراین مهمې برخې ونیولې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اروپايي ټولنې په هرات کې خونړی بريد په کلکه عندلی دی

په افغانستان کې د اروپايي ...