دافغانستان د ولسي جرګې یوشمېرغړي د ښوونکو د معاشونو د يو شان کېدو له کبله د ولسمشرۍ ماڼۍ او د ملي امنيت شورا تر فشار لاندې دي.
دغه موضوع ولسي جرګه کې د پروان ولايت د خلکو استازي صدیق احمد عثماني په پروان کې د ښوونکو په يوه غونډه کې مطرح کړه.
احمد عثماني وايي، د حکومت رهبري او د ملي امنيت شورا د دې لپاره چې د ولسي جرګې استازي د ښوونکو د معاشونو د يو شان والي له پرېکړې په شا شي او د ۱۴۰۰مالي کال بودجه تصويب کړي، فشارونه وارد کړي دي.
نوموړی وايي، تر هغه چې د ښوونکو معاشونه لوړ شوي نه وي، دوی به له خپلې پرېکړې په شا نه شي.
خو د ماليې سرپرست وزير محمد خالد پاینده وايي، که بودجه تصويب نه شي، نو بې وزلي او اقتصادي ستونزې به ډېرې شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس