Home » فرهنګی او ټولنیز » نجونو څه قسم نارینه د نورو په نسبت زیات خوښوي
رویداد خبري آژانس

نجونو څه قسم نارینه د نورو په نسبت زیات خوښوي

نجونو / ښځو ته هغه نارینه د نورو په نسبت ډير جذاب او فعال ښکاري، چې ګوښه توب خوښوي. خو اوس پوښتنه دا ده، چې څه قسم ګوښه توب او ولې د ښځو دا قسم نارینه ډير خوښیږي؟

د ښځو له نظره تنهايي خوښونکي کسان خورا زیات وفادار وي. لکه څنګه چې دغه ډله خلک زیات ملګري نه لري چې خپل وخت او انرژي پرې ضایع کړي، نو دا مطلب رسوي چې دوی خپله زیاته برخه انرژي او وخت خپلو ښو او باوري ملګرو ته ځانګړی کوي.

همدارنګه، دغه ډله خلک د نورو خلکو هم زیاته قدرداني او درناوی کوي او هڅه کوي چې هرچا ته انساني درناوی وکړي او حق یې پرځای کړي.

 تنهايي خوښونکي کسان وخت ته خورا زیات ارزښت ورکوي.

دغه ډله کسان بې ځایه مجلسونه او خبرې، نجونو سره بې ځایه مسجونه او نور د وخت بربادولو کارونه نه کوي. بلکې خپل زیاتره وخت او انرژي د اهدافو په ترلاسه کولو مصرفوي.

هر هغه څه چې د ارزښت وړ واوسي، دوی ورته خپل وخت ځانګړی کوي او هڅه کوي چې نورو ته خیر ښیګڼه ورسوي او خپل وخت په سمه توګه ولګوي.

 څیړنې ښایي، هغه نارینه چې ګوښه توب خوښوي ډیری وخت خوشاله، بریالي او سوکاله وي. که څه هم ډیری خلک پرته له نورو خلکو، نه شي کولی چې یو کار په منظم ډول ترسره کړي، خو هغه نارینه چې یوازیتوب ته لومړیتوب ورکوي، د خپلو فکرونو او احساساتو په تمرکز او ارامتیا سره کولی شي هر کار په منظمه توګه ترسره کړي او ښې لاسته راوړنې ولري.

 دا یو ډیر غلط تصور دی، چې ګوندې یوازیتوب خوښوونکي کسان تړلي ذهنونه لري او ځیلناک وي. حقیقت دا دی چې، د دغو کسانو ذهنونه د نویو شیانو او لارو په رامنځته کولو کې خورا زیات فعال وي او تل هڅه کوي چې نوښت او بدلون رامنځته کړي او پرمختګ وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...