Home » افغانستان » مک کینزي: د ځواکونو تر وتلو وروسته د افغان پوځ هوايي ملاتړ نه کوو
رویداد خبري آژانس
د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مک کینزي

مک کینزي: د ځواکونو تر وتلو وروسته د افغان پوځ هوايي ملاتړ نه کوو

د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مک کینزي وایي، چې د ځواکونو تر وتلو وروسته له افغان ځواکونو سره هوایي مرستې نه کېږي.

مک کینزي په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي، د دوی نظامي تجهیزات ترمیموي، خو په هوایي برخه کې یې ملاتړ نه کوي.

نوموړي همدا راز ویلي چې په افغانستان کې به د ترهګرۍ ضد عملیات هم محدودېږي او یوازې هغه وخت به بریدونه کېږي چې امریکا او د امریکا پر متحدینو په افغانستان کې برید وشي او یا دوی ته ګواښ متوجه وي.

دغه امریکايي چارواکي ویلي نور د افغان ځواکونو مسوولیت دی چې د خپلې خاورې ساتنه وکړي او شته خطرونه له منځه یوسي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ارمانه تر خاموشو هيلو؛ په ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت څېړنه

رویداد خبري اژانس په یوه ...