د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام تازه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې یې له ۸۰ زرو نه ډېرو کوچنیو سوداګریو ملاتړ یې کړی چې اوسمهال د افغان ښځو له لوري رهبري کېږي.
یادې ادارې زیاته کړې چې افغان ښځو د کوچنیو کاروبارونو په پیلولو سره ۹۰۰زره کسانو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام دغه راز زیاته کړې، چې څلورنیم میلیونه افغانان له هغو کوچنیو کاروبارونو څخه کورنی عاید ترلاسه کوي چې ښځې یې مشري کوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس