Home » افغانستان » ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روغتیایي کارکوونکو کموالی د اندېښنې وړ بللې

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روغتیایي کارکوونکو کموالی د اندېښنې وړ بللې

ملګري ملتونه وایي چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د روغتیایي امکاناتو او کارکوونکو کموالی د یو شمېر افغانانو په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځینه وو ژوند له خطر سره مخ کوي.

ملګرو ملتونو په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (UNICEF) په افغانستان کې له زرګونو روغتیایي کارکوونکو ملاتړ کوي چې د اړمنو کورنیو لپاره اړین خدمات تیاروي.

یونیسف تر وړاندې ویلي وو چې په افغانستان کې ډېری کورنۍ له روغتیایي مرکزونو لرې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو د روغتیایي خدماتو او متخصصینو او ډاکټرانو په ځانګړې توګه د ښځینه ډاکټرانو له نشتون څخه شکایت کړی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...