Home » افغانستان » له شلو کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د فليپين لوبډلې ته لوبه وبايلله

له شلو کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د فليپين لوبډلې ته لوبه وبايلله

د اسيا له شلو کلونو کم عمره فوټبال جام سياليو لپاره د غوراوي په روانو سياليو کې، افغانستان خپل درېيمه لوبه فليپين لوبډلې ته وبايلله.

دغه لوبه بېګاه يک‌شنبه د شپې د (وږي په ۲۷مه) ترسره شوه او افغان لوبډلې د يو او صفر په مقابل کې ياده لوبه فليپين لوبډلې ته وبايلله.

که افغانستان له فليپين بېګانۍ لوبډه ګټلې وی، نو د غوراوي دې سياليو بل پړاو ته يې لار موندلی شوه او په بايلې سره يې برعکس بل پړاو ته له تګ پاتې شو.

له دې په وړاندې افغان لوبډلې په خپله دويمه لوبه کې کوربه عمان هېواد ته د يو او صفر په مقابل کې ماتې ورکړې وه او ډېره هيله دا وه چې افغان لوبډله به د فليپينۍ لوبډلې په ماتولو سره د غوراوي سياليو بل پړاو ته ووځي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ارمانه تر خاموشو هيلو؛ په ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت څېړنه

رویداد خبري اژانس په یوه ...