د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولان وایې، چې له ازبکستان څخه هیواد ته د وارداتي برېښنا هوکړه لیک د ۲۰۲۵ کال تر پایه وغځول شو.
د یاد شرکت څخه(سنه شنبه،۲۷د لېندۍ)په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، چې دا هوکړه لیک د افغانستان برېښنا شرکت اجرايي رییس عبدالباري عمر او د ازبکستان برېښنا شرکت د مشرتابه ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د مالوماتو له مخې افغانستان خپله د اړتیا وړ ډېره برېښنا له ازبکستان، ایران او ترکمنستان څخه واردوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو په کابل کې د برېښنا پرچاوۍ زیاته شوې او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس