دلغمان ولایت چارواکي وايي، د ملي امنیت ځواکونو په دې ولایت کې د وروستیو پېښو په تړاو د طالبانو ۷ غړي نیولي دي.
د یاد ولایت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان په تېرو دوو ورځو کې نیول شوي دي.
بیان زیاتوي چې د طالبانو نیول شوي کسان د دغه ولایت د ولایتي شورا پر رئیس په او په مرکز مهترلام کې د پولیسو پر موټر په چاودنو کې لاس لري.
د لغمان ولایت مقام اعلامیه وايي چې نیول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس