Home » سیمه او نړی » فوميو کيشيدا د جاپان نوی لومړی وزير وټاکل شو

فوميو کيشيدا د جاپان نوی لومړی وزير وټاکل شو

د جاپان پارلمان تازه د لېبرال ډيموکراټ ګوند مشر فوميو کيشيدا چې په پارلمان کې اکثريت نفوذ لري، د دغه هېواد د نوي لومړي وزير په توګه تائيد کړ.

نوموړي د لومړي وزير تر ټاکل کېدو يوازې يوه اوونۍ وړاندې د خپل لېبرال ډيموکراټ ګوند مشري هم په غاړه واخېسته.

کيشيدا وروسته له هغې د لومړي وزير په توګه وټاکل شو، چې مخکيني لومړي وزير يوشيهيدي سوګا د يوه کال لپاره په واک تر پاتې وروسته استعفا وکړه.

د نوموړي پر حکومت نېوکه وه چې د کرونا پر وړندې يې جدي اجدام نه دی کړی او له همدې کبله يې د عامو خلکو ملاتړ کم شوی و.

نوي لومړي وزير فوميو کيشيدا چې کلونه وړاندې د جاپان بهرنيو چارو وزير په توګه هم پاتې شوی ژمنه کړې، چې د حکومت په پاليسيو کې د تغير په راوړلو سره به جاپان ته نوی اقتصادي تحرک ورکوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اروپايي ټولنې په هرات کې خونړی بريد په کلکه عندلی دی

په افغانستان کې د اروپايي ...