غږیزه ککړتیا، هغه ناراحت کوونکي اوازونه چې د انسانانو، ژوو او ماشینونو څخه رامنځته کېږي او د انسانانو عصبي فعالیتونه زیانمنوي.
د کابل اوسېدونکي غږیزه ککړتیا لویه چاپیریالي ستونزه بولي او له مسوولینو غواړي چې د یادې ستونزې د حل لپاره جدي اقدامات وکړي.
په کابل کې یو ټکسي چلوونکی، امان الله وایي چې غږیزې ککړتیا یې عصبي سیسټم له ستونزو سره مخ کړی دی.
“د ورځې کار کوم او د شپې چې کور ته لاړ شم، له خپلو ماشومانو سره سمې خبرې نشم کولای. غږیزې ککړتیا ټول ستړي کړي دي.”
همدارنګه د کابل ښار اوسېدونکې، شریفه وایي: “په دې وروستیو کې غږیږه او د هوا ککړتیا ډېره شوې ده. خلک او ښارولۍ دواړه باید په یاده برخه کې پام وکړي.”
د کابل ښاروالۍ مسوولان وایي چې غزیزه ککړتیا هغه ستونزه ده چې حلېدل یې ډېر وخت غواړي. د کابل ښاروالۍ ویاند، نعمت الله بارکزي رویداد ته ویلي:”موږ د دې ستونزې د حل لپاره د عامه پوهاوي لړۍ پیل کړې ده او له بلې خوا به له هغو کسانو سره قانوني چلند وشي چې د غږیزې ککړتیا لامل کېږي.”
بارکزی له خلکو غواړي چې په دې برخه کې له حکومت سره مرسته وکړي، ځکه هېوادوال په دغه برخه کې اساسي رول لري او هر هېوادوال د چاپیریال ساتنې په برخه کې مسوول دی.