Home » سیمه او نړی » غزه کې د اسراييلو بریدونو کې ۳۳ کسانو وژل شوي

غزه کې د اسراييلو بریدونو کې ۳۳ کسانو وژل شوي

بهرنیو رسنیو خبر ورکړی چې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلو بریدونو ۳۳ ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

د راپورونو پر اساس دغه کسان پرون (جمعه، د لیندۍ ۱۶مه)د غزې د بیت‌الاهیې په شمال کې د کمال عدوان روغتون ته نږدې پر یوه استوګنیز کور او د غزې په سوېل کې هم پر یوې ودانۍ د اسراییلو بریدونو کې وژل شوي دي.

بلخوا د فلسطین د روغتیا وزارت وایې، په دغه هېواد کې د حماس او اسراییلو ترمنځ په جګړه کې د تېر یو کال په موده کې ۴۴ زره او ۵۸۰ فلسطینیان وژل شوي او ۱۰۵ زره او ۷۳۹ نور ټپیان شوي دي.

له دې سره سره دغه راز د یادې جګړې پر مهال د اسراییلو نږدې ۷۰۰ سرتېري هم وژل شوي دي.

د ویلو ده چې یو شمېر هېوادونو هڅه کړې چې د حماس او اسراییلو ترمنځ اوربند وکړي، خو لا یې هڅې بې پایلې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...