Home » افغانستان » شاه محمود میاخیل نن له ننګرهار ولایت سره مخه ښه وکړه

شاه محمود میاخیل نن له ننګرهار ولایت سره مخه ښه وکړه

د ننګرهار والي د ولايت مقام مسئولينو او مامورينو ته د رامنځته شويو اصلاحاتو او جوړ شوي سيستم د ساتلو او پرمختګ سپارښتنې وکړې.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د چنګاښ په ۲۱مه ولايت مقام کې د مخې ښې پر مهال د ولايت مرستيالانو تميم عارف مومند، حبيبې کاکړ او نورو مسئولينو او مامورينو ته سپارښتنه وکړه، چې د رامنځته شويو اصلاحاتو او جوړ شوي سيستم ساتلو او پرمختګ کې لازمې هڅې وکړي.

ښاغلي مياخېل وويل: ” مونږ سيستم او نظام ته کار کوو او په کار ده، چې د رامنځته شوي اصلاحات وساتل شي او نورو پرمختګونو ته کار وشي.

نوموړي د ولايت مقام د دواړو مرستيالانو، رئيسانو، مامورنيو او امنيتي قطعې منسوبينو او ساتونکو د تر سره کړيو فعاليتونو ستاينه وکړه او په چارو کې يې ورته د لا بريا هيله وکړه.

د ننګرهار والي وايي، چې د ماموريت پر مهال يې استيناف محکمې ته له پنځو زرو زياتې قضيې د حل په موخه ورپيژندلې وې، چې له مخې يې ۵۳۶۶ قضيو باندې کار شوی، چې د دې ولايت په امنيتي، عدلي ټولنيز او فرهنګي وضعيت کې سمون رامنځته شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...