Home » افغانستان » ستاوریدیس:د پوځیانو وتل باید ودرول شي؛ پر طالبانو اعتماد نه کېږي

ستاوریدیس:د پوځیانو وتل باید ودرول شي؛ پر طالبانو اعتماد نه کېږي

د امریکا د پوځ متقاعد جنرال جېمز ستاوریدیس پدې باور دی چې امریکا باید په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر له ۸۰۰۰ څخه راټیټ نه کړي ځکه چې طالبان د امریکا د اعتماد په ګټلو بریالي شوي ندي.

امریکا د روان عیسیوي کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه په دوحه کې له طالبانو سره د سولې موافقنامه لاسلیک کړه. ددې سند له مخې، د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کې باید په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم شي او په ۱۴ میاشتو کې ټول بهرني پوځیان ووځي.

جنرال ستاوریدیس پرون دوشنبه د چنګاښ ۲۳مه نیټه  له یوې رسنۍ سره په یوې ځانګړې مرکې امریکايي چارواکو ته “سپارښتنه کړې چې د پوځيانو وتل ودروي”.

اوس په افغانستان کې شاوخوا ۸۰۰۰ پوځیان دېره دي.

دغه پخوانی امریکايي پوځي وایي چې پر طالبانو هغه وخت اعتماد کیدای شي چې دغه ډله تاوتریخوالی ختم او د افغانستان له منتخب حکومت سره د سولې مذاکراتو ته حاضر شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...