د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پیل شوې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغان ملي لوبډلې زمبابوې ته د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه.
د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او په خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې، په شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په زیان سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۴۵ منډو هدف ورکړ.
په افغان لوبډله کې تر نورو زیاتې منډې کریم جنت ۵۴ او دغه راز محمد نبي ۴۴ منډې د خپلې لوبډلې لپاره جوړې کړې.
که څه هم په شل اوېزه لوبو کې دا هدف لوړ نه و، خو د زمبابوې لوبډله وتوانېدله چې د شلم اور په وروستي بال سره په څلورو ویکټو دا هدف پوره او افغانستان ته ماتې ورکړي.
دغه سیالي چې د زمبابوې په پلازمېنې هراري په لوبغالي کې ترسره کیږي، ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې به دوېمه شل اویزه لوبه د راتلوونکې جمعې په ورځ او بله هغه به د شنبې په ورځ ترسره کړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس