دلغمان والي وایي، ددې ولایت د مرکز او ولسوالیو امنیت یې لومړیتوب دی او په دغه برخه کې به ټول امنیتي ارګانونه لا ښه همغږي کړي.
یادې څرګندونې دلغمان والي رحمت الله یارمل نن یکشنبه د سرطان په ۲۲ نېټه په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د قومندان په شتون کې د نظامي شورا ناستې ګډونوالو ته وکړې.
دلغمان والي رحمت الله یارمل وایي، ددې ولایت امنیت یې په لومړیتوبونو کې دی او د کار زیاته برخه به یې هم له ټولو امنیتي ارګانونو سره د همغږۍ زیاتوالي او د دوی د ستونزو حل او اړوندې چارې وي.
هغه اړوندو امنیتي مسوولینو ته دنده وسپارله چې د مرکز مهترلام، ولسوالیو او د کابل ـ جلال اباد لوی لارې امنیتي پلان جوړ او په تطبیق کې یې به یې جدي کار وکړي، ترڅو امنیتي ساحه لا پراخه او ولسونه په ډاډه زړه د ژوند چارو ته ادامه ورکړي.
په دې ناسته کې دغه راز په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان برید جنرال شفیق الله رسولزي د لغمان والي ته ډاډ ورکړ چې په ټولو چارو کې ورسره همغږی دی او ددفاعي او امنیتي ځواکونو تجهیز ته به پاملرنه لري.
په دې ناسته کې دغه راز په یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې او مسوولینو ته د چارو لا ښه والي سپارښتنې او لارښوونې وشوې.
په دغه ناسته کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان د لغمان والي ته د دندې مبارکي ورکړه او د پښتني دود له مخې یې ورته د اعزاز لونګۍ هم په سر کړه.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس