Home » سیمه او نړی » راپور: د جو بایډن په اداره کې د افغانستان په اړه مهم بحثونه روان دي
رویداد خبري آژانس
د افغانستان او امریکا بیرغونه

راپور: د جو بایډن په اداره کې د افغانستان په اړه مهم بحثونه روان دي

د سي ان ان د راپور له مخې د جو بایډن د ملي امنیت سلاکار له خپلو مهمو سلاکارانو سره څو ځله پر افغانستان او د سولې پر پروسه خبرې اترې کړې دي.

په دغه خبرو کې دوو ګډونوالو د نامه نه ښودو په شرط ویلي چې د بایډن د ملي امنیت سلاکار ډېر تمرکز پر دې دی چې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه شي خو داسې ښکاري چې د خبرو اوسنۍ تګلاره اغېزناکه نه ده.

دوی همدا راز پر دې بحث کړی چې د ناټو ددفاع وزیرانو په غونډه کې د افغانستان په اړه خپل دریځ څه ډول وړاندې کړي.

ټاکل شوې وه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې بین الافغاني خبرې پيل شي، تاوتریخوالی کم کړل شي او امریکایي ځواکونه له افغانستان ووځي، خو اوس ځینې امریکایي چارواکي وایي چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی نو د سرتېرو د ایستلو په اړه زړه نازړه دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...