Home » افغانستان » د کابل د دوو حوزو امرین او ۱۶ نور پولیس له دندو لرې شول
رویداد خبري آژانس

د کابل د دوو حوزو امرین او ۱۶ نور پولیس له دندو لرې شول

کورنیو چارو وزارت وایي چې په دندو کې د غفلت له امله د کابل ښار د شپاړسمې او اوولسمې حوزې امرین له دندو لرې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې دغه پریکړه د وزارت د امنیتي مرستیال پاسوال عبدالصبور قانع د کابل له امنیتي مسوولینو سره دلیدنې پر مهال وکړه.

هغه زیاته کړه چې د یادو حوزو امرین له ۱۶ نورو منسوبینو سره له دندو لرې او پلټنو ته معرفي شول. امنیتي مرستیال د کابل امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ښار د امنیت لپاره جدي اقدامات او خپلې هڅې زیاتې کړي.

دغه راز په یاده غونډه کې پریکړه شوې چې د کابل ښار د امنیتي حوزو ټولې لوجستیکي ستونزې وارزول شي او په دې برخه کې عملي اقدامات وشي.

د یادو حوزو امرین او منسوبین داسې مهال له دندو ګوښه کیږي، چې څو ورځې مخکې د هیواد د خپلواکۍ د ۱۰۱مې کلیزې پر مهال د کابل ښار پر مرکزي سیمو ۱۶ توغندي توغول شوي وو، چې له امله یې درې تنه مړه او ۱۶ نور ټپيان شوي وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...