یو شمېر دیني عالمان او حقوقي کارپوهان ټینګار کوي چې له میراث څخه د ښځو محرومول د اسلام د سپېڅلي دین څرګندو احکامو سره په ټکر کې دي او هېڅ څوک حق نه لري چې ښځې له خپل شرعي حق څخه بې برخې کړي. د دوی په وینا، ښځې یوازې هغه مهال له خپل میراث څخه تېرېدای شي چې دا پرېکړه یې په خپله خوښه کړې وي.
یو دیني عالم محمدصادق عارفي رویداد خبري اژانس ته وايي، د قرانکریم د احکامو له مخې مسلمانې ښځې د خپل پلار له میراث څخه ټاکلې برخه لري او په شریعت کې له دې حق څخه د هغوی محرومول روا نه دي.
نوموړی زیاتوي، ښځې کولای شي د خپلې خوښې او رضایت له مخې د خپل میراث برخه خپلو وروڼو یا نورو کسانو ته وبښي خو هېڅوک حق نه لري چې هغوی دې کار ته اړ کړي.
د پوهنتون ښوونکی عبدالمعبود حجتي هم د اسلامي شرعیت د میراث احکامو ته په اشارې وايي، له میراث څخه د ښځو محرومول د قرانکریم له څرګندو لارښوونو سره په ټکر کې دي. د هغه په وینا، په نساء سوره کې د ښځو او نارینهوو د میراث برخې مشخصې شوې او اندازه یې د وارثانو د شمېر او ترکیب له مخې ټاکل کېږي.
نوموړی وايي، که په وارثانو کې زامن او لوڼې دواړه موجود وي، د هر زوی برخه د هرې لور د برخې دوه برابره ده خو که پلار یوازې یوه لور ولري، د میراث نیمایي برخه هغې ته رسېږي. دغهراز، که څو لوڼې وي او زوی ونه لري، د میراث دوه پر درېیمه برخه د هغوی حق دی.
حجتي زیاتوي، د لور واده هم د دې لامل نه شي کېدای چې هغه دې د خپل پلار له میراث څخه محرومه شي. ښځې وروسته له واده هم د کورنۍ د نورو اولادونو په څېر د خپل شرعي میراث د ترلاسه کولو حق لري.
ورته مهال، ارزو (مستعار نوم) یوه له هغو ښځو څخه چې د میراث له حقه محرومه شوې وايي، د میراث برخه یې وروڼو ته ورکړل شوې او دا ترې بېبرخې پاتې شوې ده.
نوموړې له میراث څخه د ښځو محرومول په ډېرو کورنیو کې یوه عامه ستونزه بولي او وايي، د شتمنۍ د وېش پر مهال په عامه توګه زامنو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
ارزو زیاتوي: «زما د میراث حق یې زما وروڼو ته ورکړی او زه ترې محرومه پاتې شوې یم. دا کار په یوه دود بدل شوی او ډېرې ښځې د خپل پلار له کوره میراث نه شي وړلای؛ ځکه په کورنیو کې تل زامنو ته لومړیتوب ورکول کېږي. د افغانستان له خلکو غوښتنه کوم چې دې ناسم چلند ته د پای ټکی کېږدي او اجازه ورنه کړي چې ښځې د میراث له حق څخه محرومې پاتې شي.»
بلخوا حقوقي کارپوهان وايي، د ښځو د میراث حق په اړه د عامه پوهاوي لوړول، د ټولنیزو ناسمو باورونو اصلاح او د کورنۍ د ټولو اولادونو حقونو ته د پاملرنې دودول کولای شي چې له دې حق څخه د ښځو د محرومېدو په مخنیوي کې اړین رول ولوبوي.
د حقوقي چارو کارپوهه فاطمه نعیمي وايي، میراث د ښځو شرعي او قانوني حق دی خو ځینې کورنۍ د ناسمو ټولنیزو باورونو له امله خپلې لوڼې له میراث څخه محروموي.
نوموړې ټینګار کوي چې ښځې د کورنۍ د نورو غړو په څېر د پلار له شتمنۍ څخه د برخې اخیستو حق لري او دغه حق ته د رسېدو لپاره باید عامه پوهاوی زیات شي. د هغې په وینا، پلرونه هم باید له مړینې مخکې د خپلو ټولو اولادونو، په ځانګړي توګه د لوڼو حقونه په پام کې ونیسي او اجازه ورنه کړي چې د هغوی حق له پامه وغورځول شي.
ورته مهال، د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدو وزارت مسوولین وايي، هغه کسان چې د ښځو د میراث د حق ترلاسه کولو مخه نیسي، که د کورنۍ غړي وي او که خپلوان یې وي، له قانوني چلند سره به مخ شي او عدلي او قضايي ادارو ته به وروپېژندل شي.
د یاد وزارت ویاند سیفالرحمن خیبر رویداد خبري اژانس ته وايي، په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو د میراث اړوند څه باندې سل زرو قضیو ته رسېدګي شوې او د ګڼ شمېر ښځو د میراث حقونه بېرته ورکړل شوي دي.
نوموړی زیاتوي، په ځینو کورنیو کې د فشار، زور او د ښځو له ناپوهۍ څخه په ګټې اخیستنې سره دوی د میراث له حقه محروموي، خو اوس د دغو شکایتونو څېړلو لپاره د یوې ځانګړې مرجع په جوړېدو سره ښځې کولای شي په ازاده توګه اړوندو ادارو ته مراجعه وکړي او خپل حقونه وغواړي.
سره له دې چې په اسلامي احکامو کې د ښځو د میراث حق په څرګنده توګه مشخص شوی خو لا هم په یو شمېر کورنیو، په ځانګړي توګه په کلیوالو سیمو کې ښځې له دې حق څخه محرومېږي. په ځینو مواردو کې ښځې نه یوازې د خپل میراث له ترلاسه کولو بېبرخې کېږي، بلکې د خپل میراث پرېښودو لپاره تر فشار لاندې هم راوړل کېږي؛ هغه ستونزه چې کله ناکله د کورنیو ترمنځ د اختلافونو، تاوتریخوالي او د خپلوانو ترمنځ د اړیکو د پرې کېدو لامل کېږي.
راپور: عاطفه فرهمند
ژباړه: فوزیه حسنخېل
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس