Home » افغانستان » د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی

د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن(پنجشنبې، د لیندۍ ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه کړې ده.

یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نن او سبا (جمعه) په تخار، پنجشیر، بغلان، بامیان، سرپل، جوزجان، ډایکندي، کندهار، هلمند، غور، فاریاب، بادغیس، فراه او هرات ولایتونو کې د تېز باران، تالنده برېښنا، سېلابونو راوتلو، په لوړو او سړو سیمو کې د واورې ورېدو احتمالي وړاندوینه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې ورښتونو او سېلابونو ګڼ شمېر هېوادوالو ته مالي او ځاني زیانونه واړول.

بلخوا د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي افغانستان اوس د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په کتار کې دی، چې د اقلیم د بدلون له امله ډېر زیانمنونکی دی، چې د افغانستان پر چاپېریال، اقتصاد او نفوس یې ناوړه اغېز کړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...