Home » سیمه او نړی » د ناروې شورا: د امریکا د مرستو ځنډېدل به په افغانستان کې زیانمن کسان نور هم اغېزمن کړي

د ناروې شورا: د امریکا د مرستو ځنډېدل به په افغانستان کې زیانمن کسان نور هم اغېزمن کړي

د ناروې د کډوالو شورا مشر خبرداری ورکړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې له خوا د مرستو ځنډول به په افغانستان کې زیانمنو په ځانګړې توګه ښځو او بې ځایه شویو کسانو ته د مرستو پر بهیر ناوړه اغېز وکړي.

د ناروې د کډوالو د شورا مشر، یان ایګلنډ وایي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د مرستو ځنډول په افغانستان کې د بې ځایه شویو او وږو نجونو لپاره یو وحشتناک خبر دی.

ښاغلي ایګلنډ دا څرګندونې پرون (سې شنبې، د سلواغې ۲مه) په خپله اېکس پاڼه کړې او په وینا یې چې که د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له خوا دا مسئله استثنا نه شي، موږ به اړ شو چې په افغانستان کې د ژوند ژغورنې مرستې نورې هم کمې او د نجونو لپاره ښځینه مرستندویه کارکوونکې له دندې ګوښه کړو.

د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشر په توګه د لوړې له پرځای کولو یوه ورځ وروسته د سې شنبې په ورځ څو اجراییوي فرمانونه توشیح کړل چې د یوه له مخې یې د امریکا ټولې بهرنۍ پراختیایي مرستې د ۹۰ ورځو لپاره ځنډول کېږي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...