د مخابراتو وزارت وایي، د یاد وزارت مسوولین هڅه کوي چې په بازار کې د غیرقانوني سیمکارټونو د پلور مخه ونیسي او په وینا یې چې هېوادوال باید د سیمکارټ اخیستلو پرمهال له ځان سره الکټرونیکي پېژندپاڼه یا پاسپورټ ولري.
د مخابراتو او ټکنالوژي وزارت ویاند، عنایت الله الکوزيله رویداد خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي چې د نوي طرزالعمل په اساس هغه هېوادوال چې الکټرونیکي تذکرې یا پاسپورټ نه لري، باید یو بل کس یې ضمانت وکړي.
نوموړي ټینګار کړی چې دغه کار د دې لپاره کوي چې د ناثبتو شمېرو په واسطه د خلکو د ځورولو مخنیوی وشي.
بلخوا په وروستیو کې یو شمېر کابل ښاریانو د مخابراتي شرکتونو په مرکزونو کې د سیمکارټ له نشتون شکایت کړی دی. د کابل ښار یو اوسېدونکی، سمیر نیکزاد رویداد خبري اژانس ته وایي چې سیمکارت ته اړتیا لري خو د مخابراتي شرکتونو او سیمکارټ پلورنځیو ته له ورتګ وروسته یې هم سیمکارت ترلاسه نه کړای شو. نوموړي زیاته کړه: “زه دوه ورځې مخکې د کابل ښار دوو مخابراتي شرکتونو ته ورغلی وم، دواړو سیمکارټونه نه لرل او زه هم پرته له دې چې سیمکارټ واخلم بېرته راغلم.”
خو د مخابراتو وزارت وایي چې په بازار کې د سیمکارټونو د نشتون لامل د مخابراتي شرکتونو د سیمکارټونو د خرڅلاو راپورنه د مخابراتو وزارت ته نه وو رسېدلي.
د یاد وزارت ویاند، عنایت الله الکوزي ویلي چې د ا.ا په راتګ سره ټولو مخابراتي شرکونو ته ویل شوي چې د خپلو پلورل شویو سیمکارټونو راپورونه یاد وزارت ته واستوي، خو شرکتونو دا کار پر وخت نه دی ترسره کړی.
ښاغلي الکوزي دا هم ویلي چې اوس وزارت ته د سیمکارتونو د پلور راپورونو په رالېږلو سره ستونزه حل شوې او ټول مخابراتي شرکتونو ته د سیمکارتونو د پلورلو اجازه ورکړل شوې ده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس