Home » افغانستان » د مجاهدینو بریا او د افغانستان سیاسي بدلون
د غویي۸مه

د مجاهدینو بریا او د افغانستان سیاسي بدلون

نن د غويي ۸مه افغانستان کې د مجاهدینو د بریالیتوب د ورځې په توګه نمانځل کېږي.شاوخوا ۳۳ کاله وړاندې، په همدې ورځ د ډاکټر نجیب‌الله په مشرۍ د وخت حکومت سقوط وکړ او مجاهدینو کابل ونیوه. له همدې وروسته د لنډې مودې لپاره صبغت‌الله مجددي د موقت حکومت د مشر په توګه وټاکل شو.

دغه ورځ د افغانستان په معاصر تاریخ کې له بېلابېلو لیدلورو ارزول کېږي. ځینې یې د اوږدې کورنۍ جګړې پای بولي او د یوې نوې سیاسي مرحلې پیل ګڼي، خو ځيني نور بیا وايي له همدې پړاو وروسته په هېواد کې کورنۍ جګړې لا پراخې او اوږدې شوې.

په ورته مهال، ا.ا په یوې اعلامیې کې دغه ورځ د بریا او فتحې ورځ بللې او ویلي یې دي چې افغان مجاهدینو د شاوخوا ۱۴ کلونو مبارزې وروسته خپلې موخې ته ورسيدل او همداراز زیاتوي چې دغه مبارزه د هغه وخت د نظام پر ضد د اوږدې جهادي مرحلې پایله وه.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

برېتانيا د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر تګلارو غور کوي

نړیوالو رسنیو د بریتانیا د ...