Home » سیمه او نړی » د ماليې وزير د يوه پلاوي په مشرۍ په رسمی سفر ايران ته ولاړ
ماليې وزارت

د ماليې وزير د يوه پلاوي په مشرۍ په رسمی سفر ايران ته ولاړ

د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه وزارت وزير ملا محمد ناصر اخوند د یوه پلاوي په مشرۍ په رسمي سفر ایران ته ولاړ.

ياد وزارت وايي، نوموړی د ایران د کرنې وزیر په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی او ټاکل شوې چې د سفر پر مهال له بېلابېلو ایراني چارواکو سره د دوه اړخیزو اقتصادي، سوداګریزو او ګمرکي همکاریو په اړه خبرې وکړي.

سرچینه زیاتوي، په دې سفر کې به د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیز اقتصادي کمېسیون د راتلونکې غونډې لپاره پر مهمو موضوعاتو هم بحث وشي.

فوزيه حسن‌خېل

شریکول:

About Agency Roydad News

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

تاجکستان؛ له افغانستان سره پر ګډه پوله د ګډ بازار جوړولو وړاندیز کړی

د تاجکستان سفیر سعدي شریفي ...