Home » سیمه او نړی » د سولې نړیوالې څیړنې انسټیټیوټ د نړۍ په نظامي لګښتونو کې د بې ساري زیاتوالی راپور ورکړی

د سولې نړیوالې څیړنې انسټیټیوټ د نړۍ په نظامي لګښتونو کې د بې ساري زیاتوالی راپور ورکړی

د سولې نړیوال څېړنیز انستیتوت (SIPRI) په یوه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د نړۍ پوځي لګښتونه ۶٫۸ سلنه زیات شوي چې دوه تریلیون او ۴۴۰ میلیاردو ډالرو ته رسېدلي دي.

د دې راپور له مخې، دغه شمېره له ۲۰۰۹ راهېسې تر ټولو لوړه شمېره ده او د دې ادارې په تېرو شپیتو کلونو کې بې سارې بلل شوې ده.

امریکا او چین د هغو هېوادونو د لېست په سر کې دي چې تر ټولو زیات پوځي لګښتونه لري او د دوی پوځي لګښتونه د نړۍ د ټولو پوځي لګښتونو نیمایي برخه جوړوي.

د دې راپور له مخې، د امریکا پوځي لګښتونه ۳۷ سلنه او د چین پوځي لګښتونه د نړۍ د ټولو پوځي لګښتونو ۱۲ سلنه دي.

دغو دواړو هېوادونو خپل پوځي لګښتونه په ترتیب سره ۲٫۳٪ او ۶٪ زیات کړي دي.

د راپور له مخې، د ټکنالوژیکي پرمختګونو په برخه او د مخکښ ځواک په توګه د خپل موقف ساتلو په لټه کې به د امریکا حکومت تر ۲۰۲۲ پورې د وسلو «څیړنې، پراختیا، ازموینې او ارزونې» باندې ۹٫۴ سلنه نور مصرف کړي.

له امریکا وروسته روسیه، هند او سعودي عربستان د دې نوملړ په سر کې دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قاهره د غزې په اړه خبرې کوي؛ اسراییلو په دغو خبرو کې ګډون نه دی کړی

په غزه کې د اوربند ...