د ایران ولسمشر، ابراهیم رییسي نن سهار (دوشنبه، د ثور ۳مه) د یوه سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی دی.
ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د ولسمشر اسلام اباد هوايي ډګر ته د رسېدو پر مهال د کوربه هېواد د کور جوړونې وزیر لخوا هرکلی شوی دی.
ټاکل شوې چې رییسي نن د پاکستان له لومړي وزیر، شهباز شریف سره وګوري.
د ایراني رسنیو د خبر له مخې، په دغه دوه ورځني سفر کې به د دواړو هېوادونو د اړوندو وزیرانو له خوا د سوداګرۍ، روغتیا، اقتصاد، امنیت، عدالت او کرنې په برخو کې د همکاریو یو شمېر سندونه لاسلیک شي.
د ایران ولسمشر به په دغه سفر کې له خپل پاکستاني سیال اصف علي زرداري سره هم خبرې اترې وکړي.
دا په سیمه کې له کړکېچ وروسته د ایران د ولسمشر لومړی بهرنی سفر دی.