په ایران کې د حجاب او عفاف د نوي قانون تصویب د دغه هېواد دننه او بهر توند غبرګونونه راپارولي دي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې تمه کېږي د ایران جمهور رییس مسعود پزشکیان دغه قانون توشیح کړي چې د حجاب د نه رعایت لپاره به پر ښځو له ۱۵ میلیونو تر ۱۶۵ میلیونو جریمې وضع کوي.
د راپورونو پر اساس هغه ښځې چې جریمه کېږي د جرمانې د نه ادا کولو په صورت کې به له مالي، اداري او ټولنیزو خدمتونو بې برخې وي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ایراني چارواکو په عامه ځایونو پر ښځو د څار لپاره کمرې هم لګولې او د اخلاقي پولیسو لخوا ګزمې هم کېږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس