Home » افغانستان »   د افغان ښځو پر نړیوال ملاتړ ټینګار وشو
رویداد خبري اژانس
رویداد خبري اژانس

  د افغان ښځو پر نړیوال ملاتړ ټینګار وشو

د افغان ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې، رینا امیري وايي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د دوام په صورت کې د نړیوالې ټولنې لپاره لازمه ده چې له دوی سره په همغږي توګه ملاتړ وکړي.

هغې په ایکس پاڼه د افغان ښځو او نجونو د همغږي ملاتړ لپاره په ملګرو ملتونو کې د بلجیم استازولۍ له کوربه‌توب مننه کړې ده. 

په ملګرو ملتونو کې د بلجیم استازولۍ ویلي چې په دې ناسته کې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت د ښه‌والي بحث شوی دی.  بلخوا د ښځو یوې ډلې د ملګرو ملتونو سرمنشي څخه په یو لیک کې غوښتي چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې به د افغان ښځو پر وضعیت بحث وشي او د ګډون بلنه ورکړل شي.

ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د هېوادونو د استازو دا غونډه د روانې میاشتې په ۱۸ او ۱۹ مه ورځ د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب په دوحه کې وشي.                                                                                                                                                                                                                                

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د تخار – بدخشان لویه لاره د سیلابونو له امله تړل شوې

د بدخشان مسوولینو د سیلابونو ...